ایکنا خبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت یو استخباراتي پلاوي پاکستان ته په پټ سفر سره ددغه هیواد له لوړپوړو چارواکو سره د دوو اړخیزو اړیکو او ځینو مهمو موضوعګانو په اړه دنظر تبادله وکړه.
د افغانستان د طالبانو حکومت له ترهه ګرو عناصرو سره د مبارزې او په ګډو پولو کې د ناکراریو په باب د پاکستان په اندیښنو باندې د غور لپاره په هڅې کې خپل یو اطلاعاتي امنیتی پلاوی اسلام اباد ته لیږلی دی، یو داسې سفر چې د لازیات حساسیّت په دلیل په پټه ترسره شوی دی.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،د افغانستان د عمومی اطلاعاتو د ادارې د مشر په سرپرستۍ کې د طالبانو دحکومت لس کسیز پلاوي له کوم شورماشور پرته په پټه اسلام اباد ته تللی او د پاکستان له امنیتی او استخباراتي چارواکو سره ئې لیده کاته کړي دي.
د ترهه ګرو وګړو په تیره بیا د پاکستانیو طالبانو یا ټي ټي پي ترهه ګرې ډلې په ضد د افغانستان د طالبانو د حکومت پریکنده مبارزه ددغه سفر اصلي ایجنډا او د اسلام اباد یوه اصلي غوښته وه چې په دغه سفرکې د طالبانود حکومت امنیتی او استخباراتي مسئولانو ته رسول شوې ده.
په دې زمینې کې د اسلام اباد ایکسپریس ټریبیون انګزي ژبې ورځپاڼې پخپل ننني راپور کې وئيلي دي، پاکستان په پولو کې د امنیتی چیلنجونو باندې په غور او له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د کابل اقدامات قانع کونکي نه ګڼي او دلااغیزشیندونکو اقداماتو غوښته کوي.
په دغه راپور کې لیکل شوي دي ،د ټي ټي پي ترهه ګرې ډلې بحث د کابل او اسلام اباد ترمینځ په یوې حساسې موضوع بدل شوی دی. اسلام اباد تمه درلوده چې د افغانستان طالبان واک ته له رسیدا وروسته د پاکستاني ضده وګړو په باب د دوی په اندیښنو غور وکړي، خو دتمې په اپوټه په پاکستان کې د ټي ټي پي حملې نوره هم زیاتې شوي دي.او همدغه شخړه د پاکستان او د افغانستان د طالبانو دحکومت ترمینځ د ترینګلتیاؤ د زیاتیدا لامل شوې ده.