IQNA

طالبانو د افغان نجونو د زده کړې په هکله خپله ژمنه یوځل بیا تکرار کړه

7:07 - May 09, 2023
د خبر لمبر: 3487309
ایکنا-(تهران) دافغانستان د طالبانو حکومت خارجه وزیر ووئيل، طالبانو هیڅکله نه دي ویلي چې د ښځو زده کړه حرامه ده، مونږ دا خبره نه ده کړې چې د ښځو زده کړه د تل لپاره بنده ده بلکې ویلي مو دي چې تر بلې خبرتیا پورې بندیږي.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو دموقته حکومت خارجه وزیر په افغانستان کښې د نجونو د ښوونځیو دائمي بندول رد کړل.

یونیسف پرون په یو رپورټ کښې وویل چې طالبانو په خپلو محدودوونکو پریکړو سره د څه باندې یو میلیون نجونو ارمانونه خاورې کړي او د ښځو او نجونو د حقوقو خلاف ورزي یې کړې ده.

د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي پرون وویل چې دغه ډله د جینکو زده کړه حرامه نه ګڼي بلکې تر بلې خبرتیا پورې یې «ځنډولې» ده.

متقي چې له تیرو څلورو ورځو راهیسې په پاکستان کښې دی، د اسلام آباد د سټراټیجکو څیړنو په موسسه کښې یې، د طالبانو د حکومت له خوا د نجونو او ښځو د زده کړې حرام بلل او ورباندې د تل لپاره بندیز رد کړ.

هغه وویل: طالبانو هیڅکله نه دي ویلي چې د ښځو زده کړه حرامه ده، مونږ دا خبره نه ده کړې چې د ښځو زده کړه د تل لپاره بنده ده بلکې ویلي مو دي چې تر بلې خبرتیا پورې بندیږي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132582

captcha