خداوندمتعا د ایمان او اخلاص د آزمویلو لپاره حضرت ابراهیم ته ماموریت و رکړچې خپل زوی حضرت اسماعیل دې د خداي په لاره کې قرباني کړي،حضرت ابراهیم هم ددغه کار له سختوالی سره سره په الهی فرمان ته غاړه کیښودله او همداسې ئې وکړل خو چاقو د اسماعیل مرئ پرې نه کړئ شوه چې خداوندمتعال هم دهغه قرباني قبوله کړه او د اسماعیل په ځاي یو پسۀ قرباني شو.
خلک هم باید دخدای په درګاه کې ځانونه تسلیم کړي او هر ډ ول شخصي حسد او کینې له زړونو وباسي او دنفساني خواهشاتو په قرباني کولو سره دې د خپلو خپلوانو ګاونډیانو او مسکینانو په فکر کې دې شي، او پخپلو خوشالیانو کې دې غریبان او یتیمانو ته هم ځاي ورکړي.
د ایکنا خبری آژانس درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو انسانانو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له کومې د نیکمرغه او لوي اختر مبارکي وائي.