IQNA

په افغانستان کې باید ټولګډونه حکومت رامنځته شي

11:25 - August 16, 2023
د خبر لمبر: 3487793
ایکنا – (تهران) د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت پر جوړولو او د دغه هېواد د وګړو د ستونزو پر حل کولو ټینګار وکړ.

ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، حسین امیر عبداللهیان پرون د افغانستان په چارو کې د اسلامي ملګرتیا موسسې له ځانګړي استازي او د سرمنشي له مرستیال طارق علي بخیت سره په کتنه کې وویل، د ایران اسلامي جمهوریت له افغانستان سره د نهه سوه کلومیټره ګډ سرحد په لرلو سره، د دغه هېواد د بدلونونو په هکله حساسیت لري او له اوسني حالت څخه د افغانستان د وتلو حل لاره د دغه هېواد د ټولو قومي او مذهبي ډلو په شتون سره، د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدل  ګڼي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په ایران کې د افغانستان کډوالو ته د نړیوالو بشر دوستانه مرستو پر رسولو ټینګار وکړ او په افغانستان کې د انساني او د معیشتي روانو ستونزو د حل لپاره د فعالیتونو د زیاتولو غوښتنه یې وکړه.

د افغانستان په چارو کې د اسلامي ملګرتیا موسسې ځانګړي استازي او د سرمنشي مرستیال علي بخیت هم په دغه کتنې کې د افغانستان د حالاتو په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت رول ډېر مهم او رغنده وباله او د افغانستان د ستونزو په ختمولو کې د ایران د هڅو او د نظرونو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137188

captcha