
ایکنا د الجزیره له قوله راپور راکړ،یو ویډیوئي کلیپ چې په پراخ ډول په ټولنیزو چینلونو کې خپور شوی ،یوه داسې شیبه ښئ چې د هندوستان د ؛ دورګه واهیني ؛ نومې افراطي هندوانو له ډلې سره اړونده ښځې او سړي پر یوه مسلمان ځوان وقار ویراک حمله کوي او سخت ئې ډبوي. داپه داسې حال کې ډي چې دغه ځوان د اوترپردیش صوبې په اوجین ښار کې د کتاب د یوه نندارتون په یوه کونج کې د خپلو کتابونو په پلورنې او معرفي کونې بوخت دی .
پر دغه مسلمان ځوان یرغل کونکي مدعي شوي دی چې هغه د دوي دشخصي ټیلیفون نمبرو د ترلاسه کولو نیّت درلودلی دی.
دغه ځوان مسلمان هم له رسندویو سره په خبرو کې د یرغلګرو د تورونو په ردولو سره ټينګار وکړ،د اخستونکو دتماس اطلاعات په دې خاطر غونډوي چې د دو ي د خوښې وړ کتابونه دوي ته په کورونو کې وسپاري او کوم بد نیّت ئې نه دی درلودلی .

د ټولنیزو چینلونو کارؤنکو په تیره بیا میرمنو ، د مسلمانو ځوانانو په ضد د افراطي هنده ؤیرغلیز او تاؤتریخجن چلند محکوم کړی او د ځینو دهغه په ضد په رسمي شکایت باندې سره له دې چې هغه قرباني شوی دی ،حرانتیا ښودلې ده .
یوې هندئ لیکوالې سنجیتا پخپل ټولنیز چینل کې لیکلي دي، دا په بشپړ ډول وحشتناک کار دی ، ښځې د ښځنوالي شونې څخه ناوړه استفاده کوي او لږکي په چټي او دروغو تورونو سره ټارګټ کوي.
یوه بل ټولنیز فعال هم لیکلي دي ، کله دیوه کتاب د اخستو لپاره ځې ،نو پلورنځایونه د نامې د ثبتولو لپاره د تاسو ټیلیفون نمبر درڅخه غواړي، البته که له دغه کار سره مخالف ئۍ ،نو بله شمیره ورکولی شئ یا اصلا ورته خپله شمیره مه ورکوئ، خو د رسندویو د توجه د جلبولو لپاره باید تاؤتریخوالي ته مخه نه کړئ.
هندوستان له کلونو راهسې د مسلمانانو په ضد د کړونې او اذیت کونې او دتاؤتریخجنو اقداماتو له داسې ډيرو موردونو سره مخ دي چې تر پردې شا ئې افراطي وسلوال هندوان او توکمپاې عقیدې لرونکي مبلغان (هندوتوا)دي.