IQNA

د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست نوې څرګندونې

16:40 - September 15, 2023
د خبر لمبر: 3487954
ایکنا – (کابل) د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وایي چې ښځې دې د تعلیم برخه کې بېړه نه کوي او طالبان ژمن دي چې د شریعت په چوکاټ کې يې حقونه ورکړي.

ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم له ملي ټلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې، د نجونو د زده‌کړو موضوع اوس په یو جنجال بدله شوې.

هغه ویلي، نړیوالو د نجونو موضوع د فشار یوه وسیله ګرځولې او دوی یې غوښتنې نه‌شي پوره کولای.

هغه زیاته کړې، نړيوال غواړي چې افغان نجونې هم د نورې نړۍ غوندې وګرځي، خو د افغانستان کلتور دا نه ایجابوي.

د هغه په وینا، د طالبانو ټول تصامیم د شریعت مطابق دي او خلک دې د دوی له ټولو پرېکړو ملاتړ وکړي.

د لوړو زدکړو وزیر همدا راز ویلي چې، تېر کال له ۷۰ څخه د زیاتو پوهنځیو په نصاب بیا کتنه شوې او د عصري نړۍ له غوښتنو سره برابر شوي دي.

شیخ ندا محمد ندیم دغه راز  زیاته کړې، د پوهنتون ډېری استادان پر خپلو ځایونو او دندو پاتې دي او درسونه په عادي ډول جریان لري.

نوموړى وايي، شاوخوا ۴۵۰استادان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

طالبانو په تېرو دوو کلنو کې په افغانستان کې بیا واک ته له رسېدلو وروسته، د دغه هېواد په ښځو او نجونو باندې د تعلیم او کار د بندیز په ګډون یو شمېر محدودیتونه لګولي دي.

نجونې یې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې له زده کړو بندې کړي او په پوهنتونونو کې یې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

نړیوالې ټولنې په وار وار د طالبانو له حکومت څخه د نجونو او ښځو د زده کړو د بیا پیلولو غوښتنه کړې، خو د طالبانو حکومت تر اوسه د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138554

captcha