ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د پاکستان ایکسپریس ټریبون ورځپاڼې په خپلې نوي ګڼې کښې له پاکستان سره د افغانستان د زیاتیدونکي دښمنۍ په عنوان سره په یوه خبر کښې ولیکل د افغانستان پنځوس کلنو جنګونو ، په دغه هیواد کښې بهرنیو لاسوهنو او ناکراریو نه یوازې په پاکستان منفي اغیز شیندلی دی بلکې په مرکزي ، جنوبي او لویدیځې اسیا سیمې کښې د بې ثباتۍ د یوه اصلي عامل په توګه راڅرګند شوی دی.
د پاکستان پوځ ته نږدې دغه ورځپاڼې ولیکل د افغانستان له خاورې په پاکستان باندې د پرله پسې ترهګرو حملو او د دواړو هیوادونو له متقابلو تورونو لګولو وروسته د کابل او د اسلام اباد په اړیکو کښې د کړکیچ سختیدل د دې ښودنه کوي چې له پاکستان سره د افغانستان د طالبانو دښمنۍ د زیاتیدا په حال کښې ده.
د پاکستان ایکسپریس ورځپاڼې په دغه مطلب کښې وویل پاکستان په ځلونو له هندوستان سره د نږدې اړیکو د یوه لرونکي رژیم پرځاې په کابل کښې د پاکستان د یوه ملاتړي حکومت د لرلو د دلیلونو په خاطر په افغانستان باندې د طالبانو د رژیم په تپلو کښې مهم رول لوبولی دی.
دغې خپرونې د افغانستان او د پاکستان ترمینځ د رسمي سرحد په توګه د ډیورینډ کرښې په رسمیت له پیژندلو سره د افغانستان د طالبانو مخالفت ته په اشارې سره وویل پاکستان د طالبانو په دوه ځله حکومتونوکښې خپلې تمې په غلط ډول محاسبه کړې او ونه توانید له کابل څخه د ډیورینډر کرښې په رسمیت د پيژندلو په هکله رضایت ترلاسه کړي او تر هغه وخته چې پاکستان دغه باور ولري چې افغانستان باید تر خپل نفوذ لاندې ورولي نو نشي کولای چې له افغانستان سره عادي اړیکې ولري.