IQNA

افغان کډوالو حاجیانو ته دې له ایرانه حج ته د تلو زمینه برابره شي

15:12 - October 04, 2023
د خبر لمبر: 3488057
ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانو د حکومت د حج ارشاد او اوقافو وزارت معین چې تهران ته په رسمی سفر راغلی ، د ایران له حکومت څخه ئې مننه وکړه چې تېر کال یې په دغه هېواد کې افغان کډوالو حاجیانو ته غوره خدمات برابر کړي وو.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت د حج ارشاد او اوقافو وزارت معین مولوي عارف هلال عارف چې د ایران اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه تهران ته راغلی، له ایرانيو چارواکو سره ئې په لیدنه کې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو لپاره د ئې دداسې سهولتونو د برابریدو غوښتنه وکړه، څو له همدې هېواده د حج  لپاره عربستان ته سفر وکړي.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د حج ارشاد او اوقافو وزارت معین همداراز د ایران حکومت څخه مننه وکړه چې تېر کال یې په دغه هېواد کې افغان کډوالو حاجیانو ته غوره خدمات برابر کړي وو.

د دغه لیدنې پر مهال چې په ایران کې د افغانستان  د سفارت د تشریفاتو مسؤل مفتي محمد علیم نوراني هم پکې شتون درلود، د ایران د حج  د ادارې  مرستیال ښاغلي رضایي د هر ډول ملګرتیاژمنه وکړه.

د دې لیدنې پر مهال دواړو لورو د حج مراسمو د بېلا بېلو برخو په اړه نظریات او تجروبې شریکې او په دوه طرفه ملګرتیاؤ ئې  ټینګار وکړ.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i139460

captcha