IQNA

د افغانستان د هرات په زلزلې کې د قربانیانو شمیر نوره هم زیات شو

6:55 - October 11, 2023
د خبر لمبر: 3488088
ایکنا-( کابل ) د بې پولې ډاکټرانو اداره وائي چې  د افغانستان په هرات کې د وروستۍ مرګونې زلزلې د قربانیانو شمیر له څلور نیمو زروتنو هم اوښتی او دغه راز کابو نهه زره نور  هم ټپیان دي .

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو  لوړې کمیشنرۍ  هم ددغې زلزلې  تاوانونو او مرګ ژوبلو  ته په اشارې سره  وئیلي دي وچې زلزله ځپلي سیمې  او کړیدلی خلک فوری  ډیرو زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

  د بې پولې ډاکټرانو  ادارې  پرون  د یوه راپور په خپرولو سره  لیکلي دي، ممکنه ده د قربانیانو شمیر  نوره هم زیات شي. په دغه راپور کې راغلي دي، ددغه اورګان مرستندویه ټیمونو  د هرات ولایت په ولایتی شفاخانې کې تر اوسه پورې  دکابو اوو سوو کسانو درملنه کړې ده او دغه راز ئې له هرات ښاره بهر کلو ته هم مرستندویه  ټيمونه لیږلي دي

ددغه اورګان په راپور کې  راغلی دي، دمګړئ  په روغتونونو کې تر ټولو فوری اړتیا  دا ده چې هغه کسان چې  هرڅه ئې له لاسه ورکړي ، د پناه ځای پيدا کړي، داسې ډيرې کورنۍ شته چې  هیڅ ئې پاتې نه دي او د سرپناه ځای هم نه لري او په روغتونونو کې دیره شوي دي،نو باید  ولسی ټولنې او په تیره بیا حکومتی  اورګانونه او نړیوالې موسیسې لاس په کار شي  څو د ځوریدلو  خلکو فوری لاس نیوی وشي.   

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139768

captcha