ایکنانیوز د فارس له قوله راپور راکړ،، د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، که مسلمانان یو متحد ځواک وای، نو پر فلسطین او نورو اسلامي هېوادونو به هېڅکله هم بریدونه نه واي شوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبر پاڼې پر اساس ښاغلي ستانکزي دا خبره د ترکیې د بشردوستانه مرستو په برخه کې د فعالو تنظیمونو د اتحادیې له پلاوي سره په کتنه کې وکړه. او ټینګارئې وکړ چې ټول مسلمانان وروڼه دي او په بی اتفاقۍ کې هیڅ ګټه نشته.
داپه داسې حال کې دي چې د ایران داسلامی جمهوریت پشمول څو مسلمان هیوادونو پرته ،نورو هیوادونو یا په چپتیا سره او یا هم یوازې په چټي شعارونو سره د فلسطینیانو له مقاومت څخه کوم چورلټ او پیاوړی ملاتړنه دی کړی چې دا پخپله لامل شوي دقدس نیواکګر او وحشي رژيم په غزې کې د فلسطین دمظلوم ولس په ضدخپلوڅاروي ډوله جنایتونو اوحملو ته دوام ورکړي.
ښاغلي ستانکزي وویل،چې افغانستان یوازې له نیمې پېړۍ جګړې راوتلی، چې په ترڅ کې یې اقتصادي بنسټونه او هر ډول ملي شتمنۍ له مینځه تللې دي.
هغه دغه راز څرګنده کړه چې د اسلامي نظام په حاکميت او امنيت سره سوداګري او صنعت ښه پر مخ ځي او خيريه بنسټونه په ډاډه زړه خدمتونه وړاندې کولى شي.