IQNA

ایران په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د ممنوعیّت تود هرکلی کوي

6:38 - November 08, 2023
د خبر لمبر: 3488235
ایکنا-(تهران) د ایران د نشه ایزو موادو له سپيرې بلا سره دمبارزې د کمیشن عمومی منشي په افغانستان کې د کوکنارو د کښت  دممنوعیّت  دفرمان په هرکلي سره ووئيل،  هیله مند یوو ډير زر ددغه فرمان  عملی اوعیني نتیجې هم ووینو.

ایکنانیوز د فارس له قوله را پور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت  له نشه ایزو موادو سره دمبارزې د کمیشن  عمومی منشي سکندر  مومني  د افغانستان د طالبانو د  حکومت  له نشه ایزو موادو سره د  مبارز ې د ادارې له  مرستیال  ملا عبدالحق سره په کتنې کې   له نشه ایزو موادو سره د مبارزې د ایران د اسلامی جمهوریت  پر جدي هوډ  او د ایران د انسان دوستۍ په مسئولیّت په ټينګار سره  له افغانستاني لوري وغوښتل څو د نشه ایزو موادو د کښت،تولید او قاچاق  په ضد دې  لاجدي مقابله او مبارزه وکړي.

مومني  ددې خبرې په کولو سره  چې ایران او افغانستان له یوشان تمدن او کلتوره  برخمن دي ، د کوکنارو په ځاي دبل فصل د کرلو د پرمختګ او د خپلو تجروبو دمنتقلولو لپاره ئې د ایران د اسلامی جمهوریت  چمتووالی هم اعلان کړ.

ددغې کتنې په پیل کې ملا عبدالحق  په افغانستان کې د اپیمو د کښت د ممنوعیّت دفرمان   صادریدا ته په اشارې سره ووئیلو  دافغانستان چارواکي توانیدلي دي ،د افغانستان په ولایتونو کې د کښت اندازه تر ۹۵ فیصدو پورې  کمه کړي ، البته  له مخکې انبار شوي تولیدات  هماغه شان موجود دي .ملاعبدال حق  په پاي کې  له نشه ایزو موادو سره د  مبارزې او د درملنې په حوزې کې  د ایران له بریالیو  تجروبو څخه د افغانستان  د استفادې غوښته وکړه.

سلطه طالبان کشت خشخاش را در افغانستان افزایش داد

https://www.farsnews.ir/news/14020816000858/

captcha