ایکنانیوز راپور راکړ،د سیمې د چارو تکړه کارپوه او د ایکنانیوز د پښتو څانګې مسئول حامد حسین سیماب له سحر افغانستان خبری چینل سره په ګردي میز کې چې دغزې د وروستیو حالاتو په باب ترسره شوی ،ووئيل، په داسې حال کې چې د غزې مظلومو ماشومانو،ښځو اوبوډاګانو داسلامی امت دمشرانو مرستو ته سترګې په لاره دي ،خو له بده مرغه داسلامی هیوادونو مشرانو چې په عربستان کې ئې بیړنۍ سرمشریزه هم ترسره کړې ده ،هیڅ توجه ونه کړه او حتی د اسلامی ایران د ولسمشر ابراهیم له خوا په لسو وړاندیز شوو غوښتو ئې هم غوږ ونه ګراوه، او ان تردې چې له وحشي اسرائيلو سره ئې د سیاسی اړیکو دغوڅولو هوډ هم ونه کړ له دوي سره خو د اقتصادي اړیکو غوڅول او ورته دانرژۍ بندول خو لاستره خبره ده او البته دا ټول به پښمانه شي ،خو بیا به ترې وخت تیر وي او هیڅ به پلاس ورنشي . وحشی صهیونیسټي رژيم یو داسې لیونی سپی دی چې هرڅوک داړي او که له فلسطینیانو ئې پام بل پلوه واوړي،نو په ډاډ سره وئيلی شو چې دوي ته هیڅ انسانیّت مهم نه دی ا وپه هرچا یرغلونه کوي ان تردې چې په غزې کې ئې پر کلیساګانو هم بمبارۍ کړي دي.
یاده دې وي د ایکنانیوز دغه تکړه خبریال له سحر افغاستان سره دغه ګردی میز له څلور ورځني او موقته اوربنده مخکې کړی ؤ چې لومړنۍ برخه ئې تاسو په مخکې ورځو کې آوریدلې ده او اوس ئې هم دهغه پروګرام دوهمې برخې ته ستاسو پام راغواړو.