IQNA

له پاکستانه د افغان کډوالو ویستل د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی

16:06 - November 27, 2023
د خبر لمبر: 3488336
ایکنا(کابل) د افغانستان د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني له ټولو خلکو وغوښتل چې له پاکستانه ویستل شویو کډوالو سره دې بشپړ مرسته او همکاري وکړي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو د  کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په غزني ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو موضوع ته په اشارې سره وویل چې دا کار د نړیوالو قوانینو خلاف دی.

افغان غږ خبری آژانس  وایی سراج الدین حقاني دغه څرګندونې غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې یوې ولسي غونډې ته وکړې.

هغه له خلکو هم وغوښتل چې له پاکستانه له  ویستل شویو کډوالو سره مرسته او همکاري وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت سرپرست نیوکه په داسې حال کې کېږي چې پاکستان له تېرې یوې میاشتې راهیسې له دغه هېواده د بې اسنادو کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او ټاکل شوې یو میلیون او ۷۰۰ زره افغان کډوال له دغه هېواده وایستل شي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د طالبانو نورو چارواکو هم د پاکستان پر دې پرېکړې نيوکې کړې وې.

خوپاکستان بیا  دا ادعا ردوی او وایی چی د پاکستان دا کار د نړیوالو قوانینو په اساس دی .

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142220

captcha