IQNA

د افغانستان خاوره به هیڅکله د کوم ګاونډي په ضد ونه کارول شي

17:01 - January 08, 2024
د خبر لمبر: 3488543
ایکنا- د افغانستان د طالبانو د حکومت رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي پشمول  د کابینې د ځینو غړو په شتون کې د پاکستان د جعیت علمای اسلام  ف څانګې مشر، مولانا فضل الرحمن سره لیدلي دي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان  د  کابل له ارګه په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي چې په دغې لیدنه کې مولوي محمد حسن اخوند ویلي  ډاډ ورکوو،د افغانستان له حدودو به هیچا ته د ګاونډیو هیوادونو په ضد د استفادې اجازت ورنکړي   

    په دغې ناستې کې د افغانستان  د  خارجه وزیر پشمول نورو ځینو لوړپوړو چارواکو هم ګډون درلود.

 افغانستان ته د پاکستان د دغه لوړپوړي مذهبی  اوسیاسی شخصیّت  دغه سفر چې د افغانستان د طالبانو د حکومت په رسمي بلنې سره ترسره شوی ، د دواړو  ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د سرحدي اختلافاتو او دغه راز د ځينو نورو تره هګریزو پیښو په اړه  د روغې جوړې په موخې سره ترسره شوی دی .

د اسلام اباد حکومت په کرتو د افغانستان  طالبان دترهه ګرۍ  سره په مقابل کې په کم کارئ او په ګډو پولو  کنټرولولو کې په ناوړه مدیریّت  تورن کړي ، چې د افغانستان طالبان دغه تورونه په زغرده  رد کړي دي.

مولانا صیب په دغې کتنې کې پخپلو څرګندونو کې ددواړو ګاونډیو هیوادونو په اړیکو  کې د ناسمو تفاهم  په ختمولو او د  هراړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا د لارو چارو پر موندلو ټينګار کړی او د دواړو هیوادونو  پراختیا ئې د ورځې یو ضرورت بللی دی.

 د افغانستان د طالبانو رییس الوزرا هم د پاکستان د عالمانو د پلاوي په هرکلي سره  ووئیل،پاکستاني چارواکي  له افغان پناه غواړو سره په  چلند کې ظلمونه کوي او دغه شان   چلندونه باید ودریږي،ځکه   دا ددواړو هیوادونو ترمینځ د ناسمو تفاهمونو او داختلافاتو ریښه  ده.

په دغې کتنې کې  د افغانستان خارجه وزیر امیر خان متقي  هم  ووئيل،افغانستان  له ټولو ګاونډیانو سره په تیره بیا له پاکستان سره  ښې او ورورګلویزې اړیکې غواړي او دا د دواړو ګاونډیو هیوادونو په ګټه ده او که کومې ناسم تفاهمونه هم وي ، نو باید د خبرو اترو له لارې حل شي او مونږ په همدې خاطر پاکستان ته خپل لوړپوړی پلاوی هم لیږلی  دی. 

 د افغانستان او پاکستان ترمینځ په اړیکو بندون  په تیره بیا پر کابل د طالبانو په مسلط کیدا پسې  زیات شوی او دغه بندون حتی د یوه بل تر ګواښلو حده هم رسیدلی  چې دغه شان وضعیّت د سیمې په شمول ددواړو لورو په تاوان دی او باید ترینګلتیاوې  په خبرواترو  او مشورو سره حل شي او ترینګلتیاوې  هیڅکله هم د کومو مشکلاتو حل لاره نه ده .  

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i144450

captcha