IQNA

په غزې کې یو بل ژمن فلسطینی خبریال هم شهید شو

8:29 - February 07, 2024
د خبر لمبر: 3488691
ایکنا- تر پرون ناوخته پورې د اکتوبر له اومې نیټې راپه دې خوا د شهیدانو شمیر اوه ویشت زره پنځه سوه پنځه اتیا تنو ته رسیدلی چې کابو اویا فیصدي قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي . دغه راز د ټپیانو شمیر هم کابو اوه شپیته زروته رسیدلی دی.

ایکنانیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،خبری سرچینو بیګا  وئیلی دي،  چې یوې فلسطینۍ رسندوئې مدیر او تکړه لیکوال او خبریال  رزق الغرابلی په غزې کې د وحشي صهیونیسټي  دښمن په بې آمانه  حملو کې شهید شوی دی.

  په راپور کې وئيل شوي دي،الغرابلی  دغزې تړانګې په جنوب کې  په خان یونس باندې د وحشي صهیونیسټي رژيم په هوائي حملې  کې  شهید شوی دی.

 ددغه خبریال په شهادت سره  د اکتوبر په اومه نیټه دطوفان الاقصی له ناڅاپي عملیاتو پسې  په غزې کې د رسندوئي شهیدانو شمیر ۱۲۳تنو ته رسیدی دی.

د فلسطین د روغتیائي چارو وزارت  په غزې تړانګې باندې د وحشي صهیونیسټي رژيم  د بې آمانه حملو په یو سل درویشتمې ورځې  کې وئيلي دي ،دغه وحشي رژيم په تیرو ۲۴ساعتونو کې د غزې تړانګې په مختلفو سیمو کې  نوی ۱۳ جنایتونه کړي  چې  له امله ئې یو سل دیارلس کسان شهیدان او څه دپاسه دوه سوه نور ټپیان شوي دي . او دغه راز ترپرون ناوخته پورې د اکتوبر له اومې نیټې راپه دې خوا د شهیدانو شمیر اوه ویشت زره پنځه سوه پنځه اتیا  تنو ته رسیدلی چې  کابو اویا فیصدي قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي . دغه راز د ټپیانو شمیر  هم کابو اوه شپیته زروته رسیدلی دی.

https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i145862

captcha