IQNA

په سعودي عربستان کې په 3D چاپ(پرنټيګ) ټکنالوژۍ سره لومړی جومات جوړشو

8:23 - March 09, 2024
د خبر لمبر: 3488847
ایکنا- د سعودي عربستان  په جده ښارکې په 3D پرنټينګ ټکنالوژۍ سره جوړ شوی لومړنی  افتتاح شو. دغه جومات څه دپاسه پنځه زره  شپږ سوه مربع میټر مساحت لري.

ایکنا نیوز د المصری الیوم له قوله راپور راکړ، دغه جومات  د عربستان د یوه خدای بخښلی تاجر عبدالعزیز عبدالله شربتلی  په نامې سره او د یو شمیر حکومتي چارواکو اوتاجرانو په شتون سره  افتتاح شو.

 د نوي جومات جوړیدا چې  تقریبا تر شپږو میاشتو پورې وخت ئې واخست،د سعودي عرب د یوه تاجر وجنات محمد عبدالواحد په نوښت د هغه  د خدای بخښلي ماندنې روح ته د احترام په خاطر ترسره شوې ده. دغه جومات څه دپاسه پنځه زره شپږ سوه مربع میټر مساحت لري چې  جوړیدا ئې  د  په نړۍ کې د 3 ډي پرنټرونو د یوه چیني تولیدونکي شرکت Guanli  په وسیله د تولید شوو  ۴ پرنټرونو څخه په استفادې سره  ترسره شوې ده.

وجنات محمد عبدالواحد په یوې اعلامیې کې وئيلي دي چې غواړي، عربستان ته د ددغې ماډرن ټيکنالوجۍ په معرفۍ او واردیدا کې  ګډون وکړي ، هغه وئيلي دي چې  ددغه هدف د پوره کیدا لپاره ، ئې د خپلې مرحومې ماندنې  په یاد د یوه جومات د جوړولو آئيډیا په ذهن کې یوه آئيډیا راغله چې  دا په نړۍ کې لومړنی جومات وي چې  په 3 ډي پرنټینګ  ټيکنالوجۍ څخه په استفادې سره جوړیږي. هغه دغه راز وئيلي دي ،دا  د ټيکنالوجۍ په دنیا او د  ماډرن کنسټرکشن  په نړۍ کې د کیفیّت  د لورنیونې  او په درستې نړۍ کې د تل پاتې جوړښت د رودو او  معمارۍ د نوښتونو په زمینې کې یو ګام دی.

وجنات محمد عبدالواحد ، له دغې ټيکنالوجۍ څخه  په استفادې سره پر پرنټینګز ډيرې آزموینې کړي دي څو د ښاریزو   دضرورونو او د تائيد شوو سټینډرډونو له پلوه د عربستان له چاپیریال سره د هغوي  له تناسبه ډاډمن شي.

 په نړۍ کې په دغه ډول سره د لومړني جومات په جوړونې کې  له 3 دي پرنټيګ ټيکنالوجۍ څخه  استفادې  د معمارۍ او کنسټرکشن په دنیا کې د نوښت لپاره  راتلونکي افقونه پرانیزي ؛ 3 ډي پرنټینګ ټينکالوجي، له یوه  3 ډي ډيجیټلي  ماډله  استفاده کوي، دغه ماډل  د یوه 3 دي سکینر  له لارې یا له کمپیوټري پروګرامونو څخه  په استفادې سره   د هغو په پلانونې سره  په یوه فیزی کي ي  بدلیدلی شي.

https://iqna.ir/fa/news/4204051

 

captcha