IQNA

افغان میرمنو په اسلام اباد کې د طالبانو په ضد مظاهره وکړه

5:43 - June 12, 2024
د خبر لمبر: 3489367
ایکنا - دغه اعتراضیه غونډه د اسلام اباد پریس کلب په وړاندې وشوه  او ګډون کونکو  د افغانستان د سرپرست حکومت په ضد شعارونه ورکړل. دوي د میرمنو دحقوقو په تیره بیا د انجونو د زده کړې د حق په وړاندې د طالب واکوالانو کړچار او اقدامات هم سخت محکوم کړل.

ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ، د افغانستان د میرمنو له بیلابیلو ډلو سره اړونده د میرمنو دحقوقو  سلګونو فعالانو د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کې په غونډيدا سره  د دوحې  په غونډې کې د ګډون لباره د افغانستان د سرپرست حکومت په بلنې سخت اعتراض وکړ.

په راپور کې وئیل شوي دي ، د افغانستان د میرمنو له حقوقو سره اړونده د مختلفو  مدني ډلو ټپلو  سره اړونده میرمنو د حقوقو فعالانو د افغان میرمنو او انجونو په ضد د افغانستان د طالب حکومت د اقداماتو په دوام په اعتراض کې په اسلام اباد کې غونډه وکړه. دغه اعتراضیه غونډه پرون داسلام اباد پریس کلب  په وړاندې وشوه  او ګډون کونکو  دافغانستان د سرپرست حکومت په ضد شعارونه ورکړل. دوي د میرمنو دحقوقو په تیره بیا د انجونو د زده کړې د حق په وړاندې د طالب واکوالانو کړچار او اقدامات هم سخت محکوم کړل.

افغان میرمنو  د قطر په  هغې دریمې غونډې کې د ګډون لپاره د طالبانو  له بلنې سره دخپل مخالفت په اعلانولو سره  چې  ټاکل شوې ده ، په چنګاښ یا سرطان میاشتې کې په دوحې کې ترسره شي،ووئيل، په دوحې کې د طالب مسئولانو شتون  د کابل اوسني جعلی رژيم د په  رسمیّت پيژندنې لپاره  د هیوادونو د شنې اشارې په معنا  دی. دوي همداراز  په پاکستان کې د افغان پناه غواړو په تیره بیا د تاوان موندونکو پرګنو  د وضیعت  د ښه کیدا غوښته کړې او  له پاکستانه ئې د دوي  د وطنوالو د ویستلو د دریدا غوښتونکي شوي دي.

په افغانستان کې  د طالبانو په وسیله د ځپنې  له ویرې د ۲۰۱۲کال په اوړي کې  د کابل له نسکوریدا وروسته  دمدني ادارو او روغتیائي او زده کړې د مرکزونو او په حکومتي  اورګانونو کې  په کار بوختې ډیرې افغان میرمنې  پاکستان ته  تللي  او له هغو ځيني هماغه شان  د انګلستان او امریکاپشمول نورو هیوادونو ته د منتقلیدا په  انتظار کې دي.

 ټاکل شوې ده د افغانستان په چورلیزتوب سره  د دوحې دریمه ناسته د ملګروملتو په کوربتوب سره د چنګاښ یا سرطان د میاشتې په لسمه نیټه  په قطر کې ترسره شي.

https://www.irna.ir/news/85504951

captcha