ایکنا نیوز د حوزه وبپاڼې له قوله راپور راکوي، د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ مشر او سناتور علامه راجه ناصر جعفري په یولړڅرګندونو کې د خیبر پختونخوا صوبې د کورمې ضعلې د پاره چنار د بصیرت لرونکو خلکو په باب چې له پرون راهسې یو ځل بیا د هیواد او په تیره بیا د دغې سیمې د ن اکرارونکو له خوا په چټي پلمو سره یرغل کړی دی، ووئيل؛ د پاره چنار شیعه اوسني مسلمانانو پخپل اتحاد او یووالی سره د امن په لور حرکت پیل کړی چې د هیواد او په تیره بیا د سیمې دامنیت او ثبات دښمنانو دغه اقدام خوښ نه دی،نو په همدې خاطر په سیمې کې د اړئ ګړئ د جوړولو لپاره ئې یو ځل بیا د کورمې امن فضا د خرابولو لپاره د پاره چنار پر خلکو له شاوخوا غړونو بیا ناتار جوړ کړی دی چې هیڅکله به هم دوي پخپلو سپیرو دسیسو کې کامیاب نشي. د پاراچنار خلک له مودو راهسې د ترهه ګرو جنایتکارو له ورانکارو فعالیتونو او اقداماتو سره لاس او ګریوان دي ، د پاکستان حکومت باید ددغې سیمې د خلکو دمال او ژوند ساتلو او د سیمې د امنیت د ټينګولو لپاره سملاسی لاس په کار شي او د هغو ترهه ګرو او دسیسه ګرو پلانونه دي له نورو سیمو ورغلي دي، ناکامه کړي .
هغه جوته کړې ده ، دا چې له نورو سیمو ترهه ګر دغې سیمې ته ورځي او د متحدو او وروڼو خلکو ترمینځ امنیت ترینګلی کوي، نو دا د حکومتي ادارو یوه ستره ناکامي ده چې مخه ئې نه نیسي او یا که نه غواړي مخه ئې ونیسي ،نو باید ددغه شان ادارو په ضد دې لوړپوړي حکومتي اورګانونه په تیره بیا پوځ او ستره محکمه له خپل پلوه نوټس واخلي او د مظلومو او بې ګناه خلکو دوینې د بهیدا مخه دې ونیسي.هغه په ډاګه کړه یو ځل بیا د سیمې د حالاتو د خرابولو لپاره سپيره دسیسه جوړه شوې ده چې باید د خیبر پختونخواه صوبې او مرکزي حکومت او پوځي ادارې دې ئې مخه ونیسي .
یاده ده دې وي چې پرون د خیبر پختونخواه صوبې په کورمې ضلعې کې د برَه کورمې په بوشهره او مالی خیلو د دوو کورونیو ترمینځ د مځکې په سر سره شخړه جوړه شوې چې دغه شخړه سوکه سوکه سره ستره شوه او دسیسه ګرو او ترهه ګرو په پروپیګنډو سره دغه شخړې ته دشیعه اوسني بحران رنګ ورکړ چې تر شپې مهال د کورمې پر خلکو له څلورو خواؤ یو ځل بیا له نورو سیمو ورغلو و پيّلو ترهه ګرو ناتار جوړ کړی چې وئيل کیږي ، یو شمیر مرګ ژوبلې ئې هم اړولي دي او پاره چنار ته تلونکي ستره لاره هم د هرډول ټریفک پرمخ تړل شوې ده. البته له کوهاټ او ټل سیمې څخه د شیعه او سني مشرانو باندې مشتمله امن جرګه د کاڼي د کیښودلو لپاره سیمې ه ورغلي او د اوبند لپاره هڅه کوي..