ایکنانیوز راپور راکوي،د ایران د اسلامی شورا مشر په ؛التابعین مدرسې؛باندې دغزې ښار په لمونځ ګوزارو باندې د وحشي صهیونیسټانو حمله د بشریّت په ضد جنایت، نسل وژنه او جنګی جنایت وبالۀ.
د اسرائيلو نسل وژونکي رژيم پوځ پرون سهار دغزې ښار په الدرج کوڅې کې په ؛التابعیّن؛مدرسې کې د لمانځه په وخت بمباري وکړه چې له امله ئې څه دپاسه سل لمونځ ګوزار شهیدان او په لسګونو نور ټپیان شول.
کابو دوه سوه فلسطینیان دسهار لمونځ په اداکولو بوخت وو ، چې د صهیونیسټي رژيم وحشي پوځ ورباندې بمباري وکړه.
د ایران داسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف نن د پارلیمان په څرګندې ناستې کې ووئيل، د انسان ضده او جنایتکار صهیونیسټي رژيم وحشیتوب او جنایتونه هیڅ حد او پوله نه لری، دغه بې شرمه رژيم په التابعیّن مدرسې کې په فلسطینیو کډوالو باندې په حملې سره چې د سهار په لمانځه بوخت وو، یو ځل بیاثابته کړه چې صهیونیسټان د بشریّت پر ټنډې د بې ننګئ داغ دی او د زور له ژبې پرته په بل هیڅ ژبې نه پوهیږي.
د ایران د اسلامی شورا مشر ددې خبرې په کولو سره چې مسلمان حکومتونه باید د فلسطینی مقاومتي لورو څخه په عملی ملاتړ سره د صهیونیسټي رژیم د وحشي او وژونکو اقداماتو د دوام خنډ شي، یو ځل بیا روښانه کړه ،د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د لارښونو په اساس، د شهید اسماعیل هنیّه د وینې غچ اخستل یوه دیني او ملی دنده ده او جنایتکار صهیونیسټي رژيم باید د ایران دم لت په وسیله دسختې سزا په تمه ووسي.