IQNA

؛اغزی او لونګ ؛نومې ناول ته کتنه

داسې ناول لیکونکی چې د حماس رهبر او د طوفان الاقصی عملیاتو معمار شو

11:00 - October 21, 2024
د خبر لمبر: 3490036
ایکنانیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکوي، د جنګ په ډګر کې د یو قوماندان په توګه،شهید یحیی سینوار خورا لوی فرهنګي او ادبي لید درلود. هغه د څو کتابونو ژباړن او لیکوال و.

د  پارس ټوډې له راپور سره سم  علي سلیمي په همشهري انلاین ورځپاڼه کې په دې اړه لیکلي:  یحیی ابراهیم حسن السنوار د پوځي او سیاسي  څيرې تر څنګ چې په یحیی سنوار مشهور دی، د هغه هنرمند مخ په ګوته کوي چې د فکر، لیدتوګې ، کلتور او ادب خاوند او د څو ټوکو تالیفي او ژباړل شویو کتابونو  خاوند دی چی هغه دا  کتابونه په نسبتاً اوږده موده کې د صهیونیسټ رژیم په زندانونو کې لیکلي او خپاره  کړي دي.

شهید السنوار د اغزی او لونګ د ناول پر لیکلو سربېره، ۵ نور کتابونه هم له عبراني او انګریزي ژبو ژباړلي او د ادبیاتو په برخه کې د نړۍ یو له مخکښو سیاسي بندیانو ګڼل کېږي.

سینوار چې له  هماغه ځوانۍ څ یې د فلسطین د ازادۍ لپاره په مشهوره مبارزه کې برخه اخیستې وه، په ۱۹۸۸ کال کې د صهیونیسټي رژیم د پوځ له خوا د عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو او په څلور عمري بند محکوم شو. هغه تر ۲۰۱۱ کال پورې د اسرائیلو په زندانونو کښې و او د خپل ژوند کابو ۲۲ کاله یې د صهیونیسټ رژیم په وحشتناکو زندانونو کښې تیر کړل خو په دغه موده کښې بې کاره نه وو  او د اسرائیلو په زندانونو کښې یې د عبراني ژبه زده کړه او په ادبیاتو یې پیل وکړ.

ناول "اغزی او لونګ" د ادب په ډګر کې د هغه تجربې پایله ده چې په زندان کې یې لیکلې. یو ناول چې د صهیونیسټ رژیم د فشارونو له امله د امازون د غوره پلورونکو په لیست کې ځای پر ځای کیدو وروسته له ټولو سایټونو لرې شو.

د اسراییلو لپاره برتانوي وکیلانو (UKLFI) ایمیزون ته ویلي چې دا کار غیرقانوني دی. د 2024 کال د اپریل په 18، UKLFI ایمیزون ته خبر ورکړ چې دا د انګلستان له  تروریزم ضد قوانینو سرغړونه وه او په ایمیزون یې دعوه وکړه، او بله ورځ، امازون کتاب له پلور لرې کړ.

"اغزی او لونګ" ناول

"اغزی او لونګ" ناول په 2004 کې د اسراییلو په یوه زندان "بعر شیوا" کې لیکل شوی. د دې کتاب نوم "اغزی او لونګ" په غزه کې د ژوند سمبول دی. په غزه کې ژوند د دردونو او سختیو جوړ دی چې د اغزي ښودنه کوي او لیکوال هغه  له لونګ سره ګډوي چې د خوښۍ ښودنه  کوي.

د دې اثر کلیچه عنوان  "الشوق و القرنفول " (اغزی  او لونګ)، دوه ګونی سرلیک دی چې په وروستي عربي سوانح عمري ادب کې خورا عام دی چې د ژوند د متضادو تجربو استازیتوب کوي. په دې ناول کې: مینه او تاوتریخوالی، امید او نا امیدي، نرمښت او قدرت ښودل شوي.

اغزی او لونګ د یوه تعلیمي  سفر او روحاني تکامل کیسه بیانوي، چې د "احمد" په نوم د یوه سړي له نظره ویل کیږي، او په غزه او الخلیل کې د دوو کورنیو او د مقاومت د دوو خوځښتونو کیسه یو بل سره تړلې ده. د سنوار د ژوند په اړه یوه کیسه.

لیکوال په خپله مخینه کې لیکي: "په دې کار کې تخیلي  عنصر یوازې دا دی چې دا په ناول بدل کړي ... نور هرڅه هماغسې ریښتیني دي لکه څنګه چې ما ژوند کړي یا اوریدلي دي .

احمد، چې د ناول ویونکي  دی، د مصري پوځیانو په اړه دوستانه نظر لري او په دې باور دی چې عربي پوځونه به اسراییل وځپي او فلسطین به آزاد کړي، ترڅو کډوال بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي. په عین حال کی ،  کله چی ماته وخوری نو  شوکه شي . داستان د اسراییلي اشغال په وړاندې د مقاومت د پیل کیسه کوي او د اسراییلي عسکرو ګزمو په وړاندې د بمونو ویشتل بیانوي چې دوی د الشطي مهاجر کمپ تنګو کوڅو او واټونو ته د ننوتلو لپاره تللي وو (چیرې چې دا ناول پیښیږي).

د احمد پلار او تره (د ناول کیسه کوونکی) د اسراییلو له پوځ سره د جګړې پر مهال ووژل شول او له هغه وروسته ځان په یوه کور کې وموند چې هلته له خپلې مور، ورونو، خور او نیکه او د تره زوی سره ژوند کوي.  چی مور یې له واده وروسته  هغو پرېښودلی  او اوس ټول مسوولیت  د هغه پر غاړه دی

احمد د خپل مشر ورور محمود له لارې له PLO (د فلسطین د ازادۍ سازمان) سره یوځای شو، خو له مصر څخه له راستنیدو وروسته ونیول شو. د هغه د تره زوی، ابراهیم، ​​په مکرر ډول د شیخ احمد یاسین په نوم له یوه شخصیت سره ملاقات کوي، چې د حماس یو له بنسټ ایښودونکو څخه وچې په 2004 کې د اسراییلو لخوا ووژل شو.

په دې ناول کې د مقاومت د عاطفي صحنو د جوړولو ترڅنګ د فلسطين د ځينو ټولنيزو مسايلو څرګندونه هم شوې ده. د مثال په توګه، ناول په اسراییلو کې د کار کولو لپاره د ځینو فلسطیني کډوالو ستونزمن انتخاب ته اشاره کوي، چې ځینې یې د خپلو کورنیو لپاره د ژوند شرایط ښه کولو فرصت په توګه ګوري، پداسې حال کې چې نور یې خیانت ګڼي.

له بلې خوا، د احمد او نورو شخصیتونو ترمنځ په خبرو اترو کې، ځینې مذهبي مسایل او د ځینو فلسطینیانو ترمنځ خپلمنځي اختلافات او د مقاومت د نورو ډلو په اړه د دوی نظرونه تشریح شوي. ډېر شنونکي په دې اند دي، چې سنوار هم په دې کتاب کې ځان ته هم اشاره کړی ده.

سنوار په حقیقي ژوند کې د اسراییلي اجنټانو د پیژندلو دنده په غاړه درلوده، او "ابو ابراهیم" د سنوار لقب او جنګي نوم  و!  هغه یو نوم چې په ناول کې مهم مسؤلیت لري. په دې کتاب کې سنوار د فلسطینیانو د ژوند سادګۍ او بې وزلۍ په تفصیل سره بیان کړې ده.

 https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i153384  

captcha