ایکنانیوز د خبرو سرچینو له قوله راپور راکړ، د امریکا په نیویارک سټي کې د ملګروملتو دفتر په وړاندې د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې د کورمې ضلعې په سلګونو کسانو د پاراچنار پیښو د سترې لارې په بندیدا او په کورمې کې د ترینګلتیاؤ په نه کنټرولولو باندې په اعتراض کې مظاهر ه وکړه .
په راپور کې وئيل شوي دي د امریکا په نیویارک سټي کې هستوګنو کورمیوالو د کورمې ضلعې په بد وضعیّت،په لاره کې د مسافرانو په بې دردئ سره په وژلې او چورتالان، دسترې لارې له یوې میاشتې زیات په تړل کیدا، د درملو او نورو ضروري شیانو په ختمیدا او دغه راز په کورمې کې د بې ګناه سلګونو خلکو په وژلو باندې په اعتراض کې د ملګروملتو ددفتر مخې ته مظاهره وکړه.
مظاهره چیانو بینرې او پلې کارډونه پورته کړي وو او ویناوالو ګډون کونکو ته ویناوې وکړې او دغه راز ئې د ملګروملتو د دفتر مسئولانو ته د کورمې د مسئلو او ترینګلتیاؤ او دغه راز د بوږنونکو پيښو ځيني مستندات هم وسپارل او پر ملګروملتو ئې غږ وکړ چې د انساني اصولو او حقوقو په اساس دې ددوي د مورني ټاټوبی پاراچنار په بد وضعیّت د پاکستان له حکومت او پوځه توضیح وغواړي او د ځاي اوسیدونکو د ژوند او املاکو د ساتنې ضمانتونه دې ترې واخلی او د ترهه ګرو او شر غواړو د فعالیتونو د مخنیوی لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي.
د پاکستان د کې پي کې په کورمې کې له تیرو څو میاشتې راهسې دترینګلتیاؤ له امله اړئ ګړئ کې په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتي او دغه راز له تیرو څه د پاسه یوې میاشتې راهسې د پاراچنار او پيښور ستره لاره هم تړل شوې او د ځاي اوسیدونکو لپاره ئې ډيری مشکلات او ستونزې راولاړې کړي دي،البته په دا وروستیو کې تر یوه حده حالات په ښه کیدا شوي دي .