IQNA

داعش تکفیری ډلې په پاراچنار کې د شیعیانو په ضد د حملو د زیاتولو ګواښ وکړ

6:44 - December 15, 2024
د خبر لمبر: 3490312
ایکنا - داپه داسې حال کې دي چې د تیرې جمعې په ورځې  د افغانستان دطالبانو یو پياوړی مشر او د دغه هیواد  کډوالو د چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني هم د  داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په یوه ځان مرګی برید کې سره د څو کسانو په ټکه ووژل شو.

ایکنانیوز د  تسنیم له قوله راپور راکړ،داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  ددغې ډلې له درستو پلویانو غوښتي دي څو د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې  په کورمې ضلعې  دې  شیعیان ټارګټ کړي.

  د خراسان داعش سره اړونده ؛العظیم ؛ خپرونې د خراسان غږ  :نومې مجلې نوي ګڼه په پښتو ژبه خپره کړې  ده چې په هغې کې  له  تکفیری ځوانانو غوښتل شوي  دي څو  د خیبرپختونخواه صوبې په کورمې ضلعې کې  دې  شیعیان په نښه کړي.

 په دغې ګڼې کې  داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  همداراز  د افغانستان د طالبانو په حکومت په دې دلیل  چې  داهل سنت مسلمانانو دفاع نه کوي ،سختې نیوکې کړي دي.

د خراسان غږ نومې مجلې پر دې سربیره  ، د داعش له پلویانو او له هغو کسانو چې  رسما ددغې ترهه ګرې ډلې  غړي نه دي ، هم غوښتي دي چې په کورمې او دپاراچنار په نورو سیمو کې  دې د داعش له خوا  حملې وکړي.

همداراز د داعش تکفیریانو په دغې ګڼې کې د پښتنو دتحفظ پر غورځنګ ،ټي ټي  او طالبانو هم نیوکې  شوي دي. دغه ترهه ګره ډله په دغې ګڼې کې مخکې وائي،  د افغانستان طالبان ، په ملګروملتو کې دغړیتو باو له لویدیځ سره د ارتباط  په خاطر د جهاد  دپریښودو په دلیل  محکوم دي.

 د مجلې  په وروستۍ پاڼې کې  یو پوستر خپور شوی چې  په هغه کې ئې د طالبانو پر مشرانو او  ادارو باندې د لازیاتو حملو په باب خبرداری ورکړی دی.

داپه داسې حال کې دي چې دتیرې جمعې په ورځې  د افغانستان دطالبانو یو پياوړی مشر او د دغه هیواد  کډوالو د چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني هم د  داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په یوه ځان مرګی برید کې سره د څو کسانو په ټکه ووژل شو.

له دې مخکې  له طالبانو سره  اړونده  المرصاد  خپرونې  هم په یوه مطلب کې لیکلي وو، امریکا او لویدیځ  په مسلمانانو کې د درز او تفرقې د رامینځةکولو او د جهاد او جهادي ډلو ټپلو د بدنامولو او بې اعتباره کولو لپاره  د داعش پروژه رامینځة کړې ده.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1403/09/24/3219072

captcha