IQNA

له امریکاسره د مقابلې لپاره دې د ایران او افغانستان پخپلو کې اړیکې پیاوړي شي

16:42 - December 24, 2024
د خبر لمبر: 3490364
ایکنا-  د افغانستان د طالبانو د حکومت د خارجه و زارت سیاسی مرستیال  له امریکا او د ناټو  له نورو غړو سره په اقتصادي جنګ کې  دمقابلې لپاره له ایران سره د اړیو دپیاوړتیا غوښتنه وکړه.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د خارجه وزارت  د سرپرست مرستیال،محمد عباس  ستانکزئ په کابل کې په یوه پروګرام کې  د لویدیځ په تیره بیا دامریکا او ناټو په وړاندې  د سیمې د هیوادونو پر یو موټي  کړچار ټينګار وکړ.

محمد عباس ستانکزئ په دغه پروګرام کې چې په کابل کې د ایران سفیر هم پکې شتون درلود، ووئيل؛  لویدیځي نړۍ   په وسلوال  جنګ کې  نه ،بلکې  په یوه اقتصادی جنګ کې له ایران او افغانستان سره ډغره وهي.

 هغه ټينګار وکړ، امریکا او ناټو د افغانستان او ایران ګډدښمنان دي او  له ددې امله ضروري ده د کابل او تهران  اړیکې لا پیاوړي شي.

ستانکزي  روښانه کړه ، امریکا او لویدیځي نړۍ  په تیره بیا ناټو د مونږ په ضد وسلوال جنګ نه کوي،  البته   په سیاست او اقتصاد کې  له مونږسره په جنګ کې دي ، دوي   عین همداشان  د ایران د اسلامی جمهوریت په مقابل کې هم  همدغه چلند  لري ،پر دې اساس  دمونږ او تاسو دښمن مشترک دی . د هردواړو  هیوادونو لپاره  لازمه ده ، خپلې دوستانه اړیکې  لا ژورې او لا نزدې کړو.

 د افغانستان د حکومت د خارجه وزارت سیاسی مرستیال  دغه راز ووئيل،  له افغانستانه د امریکا له وتلو مخکې هره ورځ  په افغانستان کې له دوو سوو تردرو  سوو پورې کسانو خپل ژوند  له لاسه  ورکاوۀ، خو اوس  طالبانو  قدرت ته په رسیدا سره  دجنګ له امله  مرګ ژوبلې  دریدلي دي.

 هغه دغه راز  د افغانستان او ایران د ګډو پولو په امن کیدا سره ووئيل، دمګړئ  هغه پولې چې د ایران او افغانستان ترمینځ شته، له  نهه سوه  کلومیټرو لازیاتې دي  تر هغه ځایه چې مطالعه مو کړې  د دوو مسلمانو هیوادونو ترمینځ  کرارې اوا امنه پولې دي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i155532

captcha