IQNA

14:23 - January 02, 2025
د خبر لمبر: 3490403

افغان طالبان له پاکستانه لس میلیارده کلدارې غوښتې، څود TTP  وګړي له پولو نورو سیمو ته ولیږدوي

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی،د پاکستان دفاع وزیر د دې هېواد له رسنیو سره په مرکه کې ادعا کړې چې دافغانستان  سرپرست حکومت له سرحدي سیمو څخه د افغانستان نورو سیمو ته، د پاکستانيو طالبانو د وګړو او غړو د لېږدولو لپاره د لس میلیارده پاکستانۍ کلدارو غوښتنه کړې ده.

افغان طالبان له پاکستانه لس میلیارده کلدارې غوښتې، څود TTP  وګړي له پولو نورو سیمو ته ولیږدوي

خواجه محمد آصف له جيو نيوز سره په مرکه کې ویلي چې اسلام آباد دا غوښتنه منلې خو له سرپرست حکومت يې غوښتنه کړې چې دوی ته ضمانت ورکړي څو د ټي ټي پي غړي بیاځلې پاکستان او د دې هېواد پولو ته نه ستانه کېږي.

له دې سره، د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړې چې د سرپرست حکومت چارواکو تر اوسه د دوی دې شرط ته ځواب نه دی ویلی.

خواجه محمد آصف همدارنګه ادعا کړې، په هغه ناسته کې چې دا موضوع مطرح شوې، د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزير ملا يعقوب، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي، د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني او د کندهار والي ملا شيرين په ګډون، د سرپرست حکومت يو شمېر چارواکي چې د ملا هبت الله باوري کسانو هم پکې  شتون درلود.

د پاکستان دفاع وزیر ویلي چې، په دې ناسته کې د افغانستتان د سرپرست حکومت چارواکو ته خبرداری ورکړل شوی چې که د تحریک طالبان پاکستان مخه ونه نیول شي، اسلام آباد به په دې برخه کې اقدام کولو ته اړ شي.

د پاکستان د دفاع وزیر ادعا یوازې یوه اونۍ وروسته له هغې کېږي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي کابل ته سفر وکړ او د سرپرست حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره یې وکتل.

دواړو هېوادونو په تېره یوه اونۍ کې همدارنګه په خپلو پولو کې کړکېچنې ورځې درلودې.

دغه نښتې وروسته له هغې پيل شوې چې پاکستانيو پوځيانو د افغانستان د پکتيکا ولايت پر ځينو سيمو بريدونه وکړل. هغه بریدونه چې له امله یې په دغه ولایت کې ۴۶ تنه ووژل شول. له دې وروسته د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونو د څو ورځو لپاره، د دواړو هېوادونو په پولو کې سپکې او درنې وسلې وکارولې.

په تېرو درېیو کلونو کې پاکستان په وار وار سرپرست حکومت د تحریک طالبان پاکستان په ملاتړ تورن کړی دی.

هغې ډلې چې د پاکستان پر پوځي او امنیتي ځواکونو د بېلابېلو خونړیو بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.

له دې سره، د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو تل په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د غړو شتون او ملاتړ رد کړی او ویلي چې دا د پاکستان داخلي مسله ده.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i155848

captcha