IQNA

د پیښور میوزیم کې د ایران پېژندنې خونه پرانیستل شوه

14:22 - January 02, 2025
د خبر لمبر: 3490405
ایکنا - د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پېښور کې ددغه ښار په مرکزي موزیم کې د ایران پېژندنې کوټه رسماٌ پرانیستل شوه.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په مرکز پیښور کې ددغه ښار په ستر میوزیم کې د ایران پېژندنې خونې د پرانستې مراسم د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري جرګې د مشر حسین چاقمي او د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستیال قونصل جنرال حسین معظمي په ګډون سره د پېښور په ملي موزیم کې ترسره شول.

دا غونډه د ایران د کلتوری ماڼۍ له خوا د پاکستان د پیښور میوزیم ته د کلتوري او تاریخي اثارو په مرستې سره ترسره شوه، چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو د کلتوري او تاریخي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی.

د پېښور میوزیم، د پاکستان یو له پخوانیو او مهمو میوزیمونو څخه دی، چې د سیمې د لرغونو او کلتوري آثارو په ساتلو او نندارې وړاندې کولو کې ځآنګړی ځای لري.

دا موزیم، چې په 1907 کې تاسیس شوی، د خیبر پښتونخواه سیمې د بډایه تاریخ او تمدن او همدارنګه د ایران او سویلي آسیا ترمنځ د کلتوري اړیکو انعکاس دی.

د دې میوزیم د ایران پېژندنې خونه په دې ټولګه کې د یو هېواد یوازینۍ ځانګړې برخه ده، چې د مشهور ایراني آثارو ټولګې په کې نندارې ته وړاندې کیږي.

د پېښور میوزیم ته د ایران لخوا ورکړل شوي کلتوري او تاریخي اثار کې د ایران د دودیزو هنرونو مثالونه شامل دي، لکه انامینګ، فیروزي نقاشي، خطاطي، د ارګ بم مجسمه، او ګڼ شمېر نورې نندارې په کې اېښودل شوي دي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i155840

captcha