ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د کرمې په بګن سیمه کښې چې د ټروریسټانو او د ورانکارو کسانو په ستر مرکز بدله شوي ده
د پاکستان د کورمې پاراچنار د برې کرمې د خلکو لپاره د شیانو د رسولو د ګاډو په کاروان باندې برید شوی چې له کبله یې تراوسه یوه ګاډي ته تاوان رسیدلی خو د مرګ ژوبلو په هکله څه نه دي ویل شوي دي.
له تیرو څه د پاسه دریو میاشتو راهسې د پاکستان د کوزې کرمې د بګن، اوچت او مندوریو سیمو اهل سنت وګړو او د دوې ترهګرو ملګرو د برې کرمې د شیعه طوري قبایلو پرمخ یوازنی ټل پاره چنار لاره بنده کړي ده چې له کبله یې په پاره چنار او شا و خوا سیمو کښې خوراکي شیان او دوایان او درمل ختم شوي او هلته د قحطۍ په شان حالت رامینځته شوی دی.
په پاره چنار او نورو طوري میشته سیمو کښې ډيرې ماشومان او ښځې د درملو د نشتون له کبله مړه شوي دي او زرګونو نور ناروغه کسان هم د مرګ له خطر سره مخامخ دي.
د پاکستان د سیاسي چارو شناندي وايي چې په کرمې کښې دغه ټولې چارې د پوځ او د دوې د استخباراتي ادارو په اشاره کیږي او دوې ټروریسټانو ته پوره ازادۍ ورکړي ده چې ټل پاره چنار لاره دې د طوري قبیلې پرمخ بنده وساتي.
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i156414