ددغو پړاؤنو د مخ کتنې دستورې د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو د وزارت د سرپرست،ددغه وزارت دمرستیالانو،عالمانو ،شیخانو،مفتیانو او دداخله او دفاعي چارو د وزارتونو د نمایندګانو په شتون سره ترسره شوې.
ددغو دستورو په پیل کې د افغانستان د جوماتونو د جارو عمومی مشر مولوي محمد اشرف حقاني په خپلو څرګندونو کې ووئيل؛د قرآڼ د زده کړې دغه پړاؤنه د شعبان له لومړۍ نیټې پیل شوي دي او د رمضان المبارک د میاشتې تر ۲۵ نیټې پورې به د دغه هیواد په ۳۳۴ لویو پوځي مرکزونو کې دوام ومومي .
دغه پروګرام به پر حضوري زده کړې سربیره، د افغانستان د ملی ریډیو او ټيلییوژن له لارې هم په پښتو او دري ژبو خپور شي.
د افغانستان د حج،ارشاد او اوقافو وزارت سرپرست شیخ الحدیث نورمحمد ثاقب د قرآن د ترجمې او تفسیر په اهمیّت باندې په ټینګار سره ووئيل،دغه پروګرام د پرله پسې څلورم کال لپاره ترسره کیږي او دهیواد په ۳۴ولایتونو کې به ئې هم افتتاحیه دستورې ترسره شي.
هغه زیاته کړې ده،دغه پړاؤنه په کابل کې په ۴۱مرکزونو کې او په نورو ولایتونو کې په ۲۹۳ مرکزونو کې ترسره کیږي.په دغه پروګرام کې د دفاع ،کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو د عمومي ریاست نمایندګانو د ارشا او حج او اوقافو وزارتونو، ددغه اقدام قدرونه او له دې د هراړخیز ملاتړ باندې ټينګار کړی دی. دوي دغه نوښت په پوځي ځواکونو کې ددینی باؤرونو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بللی او ژمنه ئې کړې ده چې ددغو پړاؤنو د عالمانوا و استاذانو په اختیار کې به لازم امکانات ورکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4263438