ایکنانیوز د الجزیرې له قوله راپور راکړی، د اسرائيلو د کان چینل د راپورونو په اساس، دغه رژیم نیّت لري، د روژې دمبارکې میاشتې په درشل کې په الاقصی جومات کې د فلسطینیو لمونځ ګوزارو لپاره لازیات محدودیتونه رامینځةکړي.
په محدودیّتونو کې د الاقصی جومات او ختیځي بیت المقدس ته په تلونکو لارو کې په پُستو کې څه دپاسه د درو زرو پولیسو ځاي په ځاي کول شامل دي . کان چینل همداراز راپور ورکړی، اسرائيلي چارواکي به هغه فلسطینیان چې په دا وروستیو کې خوشي شوي ، په الاقصی جومات کې له شتونه محرومه کړي.
همداراز د اسرائيلو این ۱۲ چینل هم راپور ورکړی دی چې په رمضان المبارک میاشت کې به دجمعې لمانځه لپاره د الاقصی جومات صحن ته د واریدیدا ته یوازې لس زره کسانو ته اجازت ورکړي او ددوی واریدیدا هم د غوښټې له ثبتیدا او د اسرائيلو له خوا ئې له تائيدیدا سره مشروط دي.
هردواړو رسندویو راپور ورکړی دی چې یوازې له ۵۵ کلونو زیات عمر لرونکي سړي او له ۵۰کلونو زیات عمر لرونکي میرمنې به جومات ته د تلو اجازت ولري ،که څه هم این ۱۲ چیلن راپور ورکړی چې له دولس کلونو کم عمره ماشومانو ته هم الاقصی جومات ته د تلو اجازت ورکول کیږي.
معمولا په لسګونو زره فلسطینیان په روژې مبارکې میاشتې کې د لمانځه د اقامې لپاره دالاقصی جومات انګڼ ته واریدیږي. پر دې سربیره ، د صهیونیسټي رژيم پولیس به په غزې کې له اوربند سره د اړونده بندیانو په مبادلې کې خوشي شوو فلسطنیانو ته الاقصی جومات ته د واریدیدا اجازت ورنکړي.
هغو سرچینو چې د اسرائيلو له این ۱۲ چینل سره ئې خبرې کولې وئيلي دي، چې د روژې په مبارکې میاشتې کې د الاقصی جومات وضعیّت د غزې له حالاتو سره تر ډيره حده اړوندوالی لري.
یروشلم پسُټ ددغې سرچینې له قوله لیکلي دي، د اوربند د ټينګیدا په بڼه کې تمه کیږي، چې حالات آرامه پاټې شي، خو که داسې نه وي، نو امنیتی ځواک به په لازیات شمیر کې د تاؤتریخوالو د زیاتیدا د مخینیوي لپاره ځاي په ځاي شي.
د روژې مبارکه میاشت او الاقصی جومات په اوڅاره توګه، د اسرائيلو و فلسطنییانو ترمینځ د نښتو د زیاتیدونکي مرکز باندې بدل شوی دی
ماه مبارک رمضان و مسجدالاقصی بهطور فزایندهای به نقطه عطف درگیری بین اسرائیل و فلسطینیان تبدیل شده است.
https://iqna.ir/fa/news/4268217