IQNA

پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو د درولو په اړه د طالبانو غوښتنه رد کړه

14:06 - March 19, 2025
د خبر لمبر: 3490826
د افغان کډوالو د جبري ایستنې په برخه کې پاکستان پر خپلې پرېکړې جدي دی او د مارچ له ۳۱ مې وروسته به په جبري ډول له دغه هېواده ټول ناقانونه افغان کډوال او د اي سي سي کارټ لرونکي اخراج کړي.

د عبدالسلام حنفي په مشرۍ د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمیسیون په یوه غونډه کې له پاکستان غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ بنده کړي او د یوه منظم میکانېزم له مخې افغانان هېواد ته ستانه کړي.

په ناسته کې له اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې غوښتنه شوې چې پر ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه پر پاکستان او ایران فشار راوړي، څو له افغان کډوالو سره له زور زیاتي لاس واخلي.

خو پاکستان افغان ناقانونه او اي سي سي کارت لرونکو ته د روانې مارچ میاشتې تر پای نېټه ورکړې، چې په خپله خوښه ووځي، که نه د اپریل له پیل سره سم د جبري اخراج لړۍ شروع کېدونکې ده.

پاکستان داسې مهال د افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ بندلو غوښتنه رد کړې، چې له څو میاشتې راهیسې یې په تورخم کې د جګړې، د پاکستان پر ضد د افغان خاورې کارېدو ادعاوو او نورو ستونزو له امله له افغان طالبانو سره اړیکې ترینګلې شوې دي.

اوس د تازه راپورونو له مخې د تورخم دروازې د پرانیستې په موخه هوکړه شوې او ښایي نن پرانیستل شي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i158242

captcha