IQNA

د اسلامی نړۍ اتحاد،د سترو قدرتونو د کلنګ اخستو په مقابل کې ددریدا یوازینۍ لاره

13:19 - April 01, 2025
د خبر لمبر: 3490896
ایکنا – د اسلامی انقلاب معظم لارښود  پرون  د اسلامی نظام د مسئولانو، داسلامی هیوادونو د سفیرانو  او نمایندګیو د مشرانو په ټول کې د سترو قدرتونو له کلنګ اخستو سره او له سرزروئ سره مقابله  د اسلامی امت په وحدت او بصیرت  کې وبلله او  د درستو اسلامی حکومتونو په لور د ایران د اسلامی جمهوریت د ورورولۍ  د لاس په اوږدولو باندې په ټينګار سره  ووئیل؛  په فلسطین او لبنان کې د صهیونیسټ رژيم  او دهغو د ملاتړ له بې مخینې جنایتونو سره د اغیزشیندونکي ډغرې  لاره ، د اسلامی حکومتونو ، اتحاد، یوزړتوب او یوه خوله کیدا ده.

ایکنانیوز د رهبرۍ د ستر مقام د دفتر د رسیندوئي برخې له قوله راپور راکوي،  د اسلامی انقلاب ستر لارښود پرون د نیکمرغه اختر په ورځ  د اسلامي ایران د نظام د مسئولانو او د اسلامی هیوادونو د سفیرانو او دغه راز  د مختلفو خلکو د وګړو په ټول کې د سترو قدرتونو  له کلنګ اخستو او سرزورۍ سره مقابله  او د اسلام زیاتیدونکی عزت  د اسلامی امت په وحدت او بصیرت کې وباله او د درستو اسلامی هیوادونو په لور د  ایران د اسلامی جمهوریت د ورورولۍ د لاس داوږدولو  باندې په ټينګار سره  ووئيل؛ په فلسطین او لبنان کې د صهیونیسټ رژيم او د هغو د ملاتړ  له بې مخینې اووحشي ډوله جنایتونو سره د اغیز شیندونکې ډغرې  لاره د اسلامی حکومتونو اتحاد،ڼ یوزړتوب او یوه خوله کیدا ده.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  په دغې کتنې کې  د ایران ملت او د اسلامی امت ته د نیکمرغه کوچنی اختر  په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره  دغه اختر  له یوه بل سره د اسلامی نړۍ د ګنډل کیدا یو ټکی او د رسول الله بزرګوار(ص) او دا سلام د عزت دزیاتیدا سبب وباله او وې وئيل؛  د اسلامی زیاتیدونکي عزت د تحقق لازمه د اسلامی امت  اتحاد ،همت او بصیرت دی.

دوی دغه راز  دنړۍ دوامدارو او چټکو پيښو ته په اشارې سره ووئيل؛ ددغو چټکو پيښو  په وړاندې ، اسلامی حکومتونه باید په چټکۍ  او دقت سره  خپل ځائيګی مشخص کړي  او د دوي لپاره فکر او پلانونه  وکړي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود د مسلمانانو زیات نفوس ، ډیرې زیاتې طبیعي شتمنۍ  او  په حساس جغرافیائي موقعیّت کې واقع کیدا  د اسلامی نړۍ یو مهم فرصت وباله او   وې وئيل؛  له دغو فرصتونو او حساسو موقعیَتونو څخه د ا استفادې لازمه  د اسلامی نړۍ اتحاد او یووالی دی. البته اتحاد  د حکومتونو سره دیو کیدا  یا  په درستو سیاسی ګروهنو کې د دوي  همفکر کیدا  په معنا نه دی ،بلکې  د مشترکو ګټو دپيژندنې  او  د خپلو ګټو د داسې تعریفولو په معنا دی چې  د یوه بل ترمینځ د  دعوا او شخحړو او داختلافاتو سبب نشي.

دوي په دې په ټينګار سره چې  داسلانی نړۍ ټولګه  یوه کورنۍ ده او  اسلامی حکومتونه باید په دغه نظر سره فکر اوعمل وکړي وووئيل؛ د ایران اسلامی جمهوریت  درستو اسلامی حکومتونو ته د ورورولۍ لاس اوږد کړی او  ځان  له دوي سره ورور او  په یوې کلي او اساسی جبهې کې  ګڼي.

ددغې کتنې په پیل کې دایران د اسلامی  جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان  دمظلومانو ملګرتیا، ورورولي وبخښل ، وحدت ،سرلوړي ، عزت ، دمسلمانانو لپاره د روژې دمبارکې میاشتې  ترټولو مهم تعلیمات وبلل او د اسلامی هیوادونو سفیرانو ته په خطاب سره ئې د اسلام دد ښمنانو او د صهیونیسټي رژيم  په وړاندې د یوه واحد دریځ د رامینځةکولو او د اختلافاتو  ختمول ئې د اسلامی اوسنۍ مهمه دنده وبلله او  ټينګار ئې وکړ، د ایران اسلامی  جمهوریت  ټولو اسلامی هیوادونو په لور د دوستۍ او ورورولۍ لاس  اوږدوي.

ښاغلي پزشکیان  همدناراز د خپلې وینا په یوې بلې برخې کې  د کال شعار ته په اشارې سره ووئيل؛  حکومت به ټولو وجود سره هڅه وکړي،څو په روان کال کې دتولید لپاره پانګونه عملی کړي.

د  اسلامی ایران ولسمشر د اسلامی جمهوری نظام په کمزوري کولو مشتمل د دښمن  نفسیاتي جنګ او فضا جوړونو ته په اشارې سره  ټينګار وکړ، مسلمان ملتونه لکه څنګه چې پر خدای تعالی تکیه  کوي، هیڅکله به هم کمزوری نشي.

https://iqna.ir/fa/news/4274429

captcha