ایکنانیوز دپارس ټوډې له قوله راپورراکوي، دافغانستان د کډوالو د چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر پرون د اختر لمانځه په مراسمو کې ویلي، چې هېوادونه دې افغان کډوالو ته وخت ورکړي، ترڅو په خپله خوښه هېواد ته ستانه شي.
هغه د افغان ولس د سولې، سوکالۍ او اقتصادي پیاوړتیا د دوام هیله څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د سرپرست حکومت موخه دا ده چې افغانستان د تلپاتې ثبات او پرمختګ لور ته بوځي.
نوموړي دغه راز له ولس څخه هم غوښتي چې د اختر په مبارکو ورځو کې د غریبانو او اړمنو کورنیو پوښتنه وکړي، له هغوی سره مرسته وکړي او خپله خوښۍ ورسره شریکې کړي.
داپه داسې حال کې دي چې له ګاونډيو هیوادونو څخه په تیره بیا د پاکستان دحکومت له خوا د افغان کډوالو دبیرته ستنیدا لپاره ترټولووروستۍ نیټه د مارچ یودیرشمه نیټه ټاکل شې وه چې ختمه شوې ده او د پاکستان حکومت او امنیتی ادارې هڅه کوي، درست افغانان خپل هیواد ته بیرته ستانه کړي او که څوک پخپله خوښه بیرته ونه ګرځي نو په زوره به خپل وطن ته ولیږدول شي.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i158576