IQNA

له افغان کډوالو سره د پاکستانيو پولیسو ناوړه چلند د کابل او اسلام‌اباد ترمینځ د کرکې لامل دی

13:30 - April 23, 2025
د خبر لمبر: 3491006
ایکنا - د افغانستان د طالبانو د حکومت د کډوالو او  ستنیدونکو چارو وزارت پرون  د دغه وزارت او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) ترمینځ یوه غونډه وکړه

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی، د افغانستان د طالبانو د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر له پاکستانه د کډوالو پر جبري اېستلو نیوکه کړې او د پاکستانيو پولیسو ناوړه چلند یې د کابل او اسلام اباد ترمینځ د کرکې لامل بللی دی.

د طالبانو د کډوالو او  ستنیدونکو چارو وزارت پرون  د دغه وزارت او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) ترمینځ یوه غونډه وکړه

دا غونډه د کډوالو او  ستنیدونکو د ستونزو د څېړلو لپاره جوړه شوې وه

مولوي کبیر له کډوالو سره د مرستندویو بنسټونو له خوا  شوې مرستې اغیزشیندونکي بللي او د دغوو مرستو د دوام غوښتنه یې کړې ده.

هغه ټینګار کړی چې ټول بنسټونه باید خپلې مرستې پر کډوالو او ستنیدونکو متمرکزې کړي.

له دې سره هممهاله، د یوناما مرستیال «اندریکا راتوته» په تېرو کلونو کې له کډوالو سره د شویو مرستو په تړاو معلومات وړاندې کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کابل ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر اسحاق ډار له سفر وروسته، د افغان کډوالو د شکایتونو د حل لپاره یو مرکز جوړ کړی دی.

وروستي راپورونه ښئ چې  له پاکستانه تروروستیو پورې  په لکونو افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته په  داسې حال کې ګرځیدلي چې وئيل کیږي، په افغانستان ورته د پاتیکیدو لومړنی امکانات هم  نشته  او په پاکستان کې پر دوي ددغه هیواد پولیسو  ژوند تنګ کړی او نور مجبوره دي څو له دغه هیواده خپل هیواد ته بیرته وګرځي.

 https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i159260-

captcha