IQNA

یونیسف اداره وائي،په میلیونونو افغان ماشومان له واکسینو محروم دي

6:46 - June 30, 2025
د خبر لمبر: 3491340
ایکنا- یونیسف  ادارې پخپلې وروستۍ اعلامیې کې ویلي چې یوازې ۱۶.۲  فیصده افغان ماشومان په بشپړ ډول واکسین شوي او خبرداری ئې ورکړی چې دغه وضعیت د میلیونونو ماشومانو ژوند د مخنیوي وړ ناروغیو له خطرې سره مخ کړی دی.

ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)خبرداری ورکړی چې یوازې ۱۶.۲٪ افغان ماشومان په بشپړ ډول واکسین شوي او دا وضعیت د میلیونونو ماشومانو    ژوند ، د مخنیوي وړ ناروغیو له خطر سره مخ کړی دی.

یونیسف  ادارې پخپلې وروستۍ اعلامیې کې ویلي چې یوازې ۱۶.۲  ٪  افغان ماشومان په بشپړ ډول واکسین شوي او خبرداری ئې ورکړی چې دا وضعیت د میلیونونو ماشومانو ژوند د مخنیوي وړ ناروغیو له خطرې سره مخ کړی دی.

په اعلامیې کې  زیاته شوې چې افغانستان د نړۍ په هغو ۲۰ لومړیو هېوادونو کې دی چې تر ټولو زیات «بې ډوز» یا غیر واکسین شوي ماشومان لري.

دغه نړیوالې موسیسې  د افغانستان د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د کلونو د خوندیتوب  پروګرامونو کې له  پانګونې سره سره ، په میلیونونو افغان ماشومان لا هم د وژونکو ناروغیو له خطر سره مخ دي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1404/04/08/3344936

captcha