IQNA

۲. په عراق کې د امیر القراء ملي طرحه؛ د عراقي او مصري تلاوت زده کړه

18:40 - July 15, 2025
د خبر لمبر: 3491405
د عراق د امیر القراء ملي طرحې دریم پړاو د ۱۱۰ قاریانو په ګډون د عراقي او مصري سټایل په تلاوت کې د زده کړې په موخه ترسره کیږي.

 ایکنانیوز د الکفیل له قوله راپور راکوي، سید لیث العبیدي، د دغې طرحې یو ښوونکی وویل: په دې مرحلې کې ۱۱۰ زده کوونکي په لسو ښوونیزو ګروپونو کې قرآن کریم د عراقي او مصري تلاوت په سټآیلونو سره  زده کوي.

هغه زیاته کړه: دا مرحله د تلاوت د  ښې ادا کونې  او د غږونو په طبقه‌بندۍ تمرکز لري او له دې سره سره د سترو قاریانو لپاره د غږ او ادا ځانګړي تمرینونه په کوټلي توګه ترسره کوي.

العبیدي وویل: دا مرحله د ګډونوالو د وروستي تیاري  لپاره مهمه ده او د دوي شخصي او ډله‌ییز تلاوتونه ثبتوي.

هغه دا هم وویل: په دې مرحله کې ګډونوال داسې ښوونه ترلاسه کوي چې په داخلي او نړیوالو قرآني محافلو او سیالیو کې په ښه توګه ګډون وکړي.

دا طرحه د عراق د عباسي مقدسې آستانې د قرآني علمي مجمع په هڅې سره ترسره کېږي. په درېیم پړاو کې د حسيني مجلسونو ترسره کول هم د دغه پروګرام یوه برخه ده.

د دې طرحې ښوونیز پروګرامونه د یو ځانګړي ورکشاپ له لارې پیل شوي چې په غږیزو او تنفسي تمرینونو تمرکز کوي او قاریان د قرائت او حفظ درسونو ته چمتو کوي.

د عباسي آستانې قرآني علمي مجمع د ګډونوالو لپاره یو بشپړ او جامع پروګرام چمتو کړی چې له سهاره پیل او تر ماښام پورې دوام کوي. دا پروګرام د یو پرمختللي سیستم له مخې پرمخ وړل کېږي چې د زده کوونکو په پرمختګ کې مهم رول لري.

دغه طرحه د قرآني محفلونو او ښوونیزو غونډو تر څنګ تفریحي سفرونه، سیالۍ او فرهنګي او مذهبي ورکشاپونه ئې هم پکې شامل کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4294257

captcha