ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د امریکا کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ یو ځل بیا په لاتینې امریکا کې د نشه ایزو موادو له چینلونو سره د مقابلې په ادعا سره پوځي ټاکنې ته ګروهنه ښودلې او دا د واشنګټن په تیره بیا د نیکلاس مادورو د ولسی حکومت په ضد د واشنګټن د سیاسی موخو د پرمخ بیولو لپاره یو آوزار ګڼي . په داسې حال کې چې هغه دغه اقدامات د ملی امنیت دفاع معرفی کوي،شناندي خبرداری ورکوي، دغه شان لاسوهنې د افغانستان او عراق په شان دغمیزو د تکراریدا لامل کیدلی شی ؛ امریکا فرسټ ؛ په شعار سره د ټرمپ سیاست په یوه ښکاره اپوټه شعار بدلولی شي.
پارس ټوډې راپور ورکوي، د ایکس ټولنیز چینل کارؤنکو د کاراکاس په ضد د واشنګټن اقدامات د ونزویلا د سرچینو د چور تالان او نغرلو په لړ کې ګڼلي دي. په همدې اړه د انګلو برونو(Angelo Bruno ) په نامې سره یوه کارؤنکي لیکلي دي ؛ سی ائي اې استخباراتي اداره نیّت لري، د ونزویلا ولسمشر نیکلاس مادرو د کودتا له لارې نسکور کړي، ځکه دوي ډیر زیات هماغو لومړنیو موادو ته ډیره اړتیا لري چې مونږ ئې دمګړئ لرو.
د ایکس ټولنیز چینل یوه بل کارؤنکي هم چې ایډوین بایرکتارویچ (Edvin Bajrektarevic)نومیږي، وئيلي دي، امریکا او ددغه هیواد ولسمشر ټرمپ پخپله په چټي پلمو سره د متحده ایالاتو جاسوسي ادارې سی آئي اې ته په ونزویلا کې د پټو عملیاتو لپاره مجوز ورکړی دی، او دا ،یعني د ونزویلا په ضد د واشنګټن د جنګ اعلان چې دتاؤتریخوالو د لازیاتیدا لامل کیږی::::
یوه بل کس ماینډ(Mind) هم په کارائیب سمندر کې د ونزویلا په څو کشتیو باندې د امریکا د پوځ حملو ته په اشار ې سره لیکلي دي، ټرمپ یو داسې قاتل دی چط په کارائیب کې غوټې وهي او دې ځل ئې دغه سیمه د خپل آسپ د ځغلولو ځاي ګرځولی دی، امریکا له افغانستانه رانیولې تر ونزویلا پورې تل د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې ګوتې وهلي دي::
مورګن(Morgen) هم په دې اند دی چې امریکاد ونزویلا په ضد په اقدام سره او په کارائيب کې د تاؤتریخوالی په رامینځةکولو سره په سیمې کې د خپل پوځ په پیاوړي کولو پسې دی.
د ایکس ټولنیز چینل یوه بل کارؤنکي اسټیو هم روښانه کړې ده چې متحده ایالات باید داسې تعریف شی؛ امریکا په غزې کې د اسرائیلو نسل وژنې ته دوام ورکړی. امریکا له ونزویلا سره دجنګ د پیلولو لپاره هڅه کوي. امریکا دخپلو ښاریزو په ضد د جنګ اعلان کړی دی:::
همداراز یوه افغان کاؤرنکي ګل مت خان هم لیکلي دي، امریکا په تیره بیا کرغیړن ډونالډټرمپ په زور او بدماشئ سره خپل کړچار او دریځ پر نورو د منلو هڅه کوي، خو لا هم داسې چا سره ئې ډغره نه ده راغلې چې په ګونډو ئې کړي او که چیرې دی دافغانستان په لور په کومه کږه سترګه وګوري ،نو له دې مخکې د نورو استعمارګرو او مستکبرانو په څیر به درنده څپیړه وخوري. لا ئې د جنایتونو څاڅکي په افغانستان او غزې او نورو سیمو کې کې نه دي وچ شوي چې د بې ګناه خلکو په وینو د ککړو لاسونو سپیرې ګوتې ئې اوس بیا تر ونزویلا غزولي دي.
همدراراز د ایکس ټولنیز چینل نورو په لسګونو کارؤنکو هم له امریکاسره د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ماریا کورینا ژمنې ته اشاره کړې ده . دوي لیکلي دي، ماریا کورینا ماچادو د ټرمپ له زوي سره په خبرو اترو کې امریکا ته په غیر مستقیمه توګه پیغام ورکړی چې دنیکولاس مادورو له نسکورولو سره د مرستې په بڼه کې د ونزویلا ډیرو لویو طبیعي سرچینو ته لاس رسی پيداکولئ شي. او دا یعني د قدرت په بدل کې د هیواد د سرچینو ورسپارل. د مادرو په نسکورولو کې به د ټرمپ مهربانی او مرستې د ونزویلا د ترټولو مهمو سرچینو په پلورلو سره جبران کړي ::
او په پاي کې د ا یکس ټولنیز چینل کارؤنکو داهم لیکلي دي ، چې په ونزویلا کې د پټو عملیاتو د ترسره کولو لپاره سی آئي اې ته دمجوز د ورکولو موضوع کومه نوي موضوع نه د . امریکا په وروستیو پرله پسې په لسګونو کلونو کې د دنیا په ګوټ ګوټ کې خپل جاسوسان ګمارلي او لیږلي دي څو د بیلابیلو هیوادونو امنیت سره ګډوډ کړي او په خړو اوبو کې کبان ونیسي. واشنګټن اوس یوازې دا موضوع څرګنده کړې ده څو دونزویلا په خلکو کې یو ډول نفسیاتي ویره او حشت رامینځة کړي.
https://parstoday.ir/fa/world-i25316