IQNA

  ايران د افغانستان  د زلزله ځپلو لپاره د بشري مرستو فوري لیږلو ته دوام ورکوي

14:44 - November 05, 2025
د خبر لمبر: 3491966
ایکنا -  ، د ایران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير سيد عباس عراقچي، د افغانستان په شمال کې د  سختې زلزلې له امله د تهران له خوا د زيانمن شوو سيمو ته د بشري او امدادي مرستو فوري استول اعلان  کړ.

ایکنا نیوز د آوا خبری آژانس   له قوله راپور راکړ ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه  وزیر عباس  عراقچي  پرون په ایکس ټولنیز چینل کې پخپل یوه پيغام کې ليکلي: «د افغانستان  په شمالي سیمو کې  د ويرانونکې زلزلې بيا پېښېدا چې د دغه هېواد ښاریزو ته ئې یوشمیر  د مرګ ژوبلې اړولي ، او پراخ  زيانونه ئې رسولي،  خپله ژوره اندیښنه اوخواښوږي څرګندوو او فوری مرستو لیږدولو ته تیار یوو.

هغه د افغانستان حکومت او ولس ته د صادقانه همدردئ  تر څنګ، د زخميانو لپاره د چټکې روغتيا دعا وکړه او زياته ئې کړه: «د ایران اسلامي جمهوريت  له زلزله  ځپلو  ته او له غمجنو خلکو سره د فوری مرستو لیږد او  رسولو ته تیار دی.

 په مزار شریف کې د ایران د اسلامي جمهوريت  کنسولګرئ  په يوه  انسان دوستانه ګام کې، د دغې پېښې زيانمن  شوؤ  لپاره  د  ایران د انساني مرستې  لومړنۍ  جوپه  چې ۲۶ ډوله اړتياوي درمل او خيمې پکې شاملې دي،  ځايي چارواکو ته وسپارله. په مزارشريف کې د ايران سرکنسول  سمنگان ولايت ته په سفر کې، د افغانستان له ولس سره د همدردۍ څرګندولو تر څنګ، پر دوامدارې ملګرتیا  او او د نورو مرستو پر استولو  ټينګار وکړ.

د افغانستان د  عامې روغتيا وزارت له مخې، د دوشنبې په سهار وختي  ۶.۳ ريختري زلزلې په بلخ او سمنگان ولايتو کې  تروروستیو پورې  ۲۷ کسان مړه شوي او نږدې ۱۰۰۰ نور ټپيان شوي دي.

https://www.avapress.com/fa/news/334804

captcha