IQNA

د حضرت فاطمه زهرا (س) او د هغې د اولاد (ع) مینه د انسان د سوکالۍ او نیکمرغئ لپاره بې‌مخینې نقش لري

14:33 - November 23, 2025
د خبر لمبر: 3492056
ایکنا - د حضرت فاطمه‌الزهرا (س) د شهادت د شپو ورځو په مناسبت په دوهمې شپې عزاداري د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په شتون کې ترسره شوې.

ایکنانیوز راپور راکوي،د حضرت فاطمه‌الزهرا (س) د شهادت د کلیزې د شپو ورځو د مراسمو د دویمې شپې دستورې په امام خمیني امامباړې کې د اسلامي انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په شتون او دنورو زرګونو خلکو په ګډون سره تر سره شوه.

  د اسلام د ګران لور حضرت فاطمه‌الزهرا (س) د شهادت دکلیزې ا یام فاطمیّه په مناسبت د عزادارۍ د دویم ماښام دستورې پرون ماښام د اسلامي انقلاب د معظم رهبر او نورو زرګونو خلکو او حکومتی او پوځي چارواکو په شتون سره په امام خمیني امامباړې (ره) کې ترسره شوې.

په دغو مراسمو کې حجت‌الاسلام والمسلمین علي عليزاده د قرآن کریم د آیتونو او معتبرو احادیثو په استناد د حق او باطل د مقابلې تاریخ ته اشاره وکړه او په ټینګار سره ئې وویل چې د بشر د نجات یوازینئ لار د حق په لارې تګ دی.

هغه زیاته کړه: د حضرت فاطمه زهرا (س) او د هغې د اولاد (ع) مینه د انسان د سوکالۍ او نیکمرغئ لپاره بې‌مخینې نقش لري.

وروسته محمدرضا بذري د حضرت فاطمه زهرا (س) په ویاړ مرثیې او نوحې ولوستلې او د د غې بزرګوارې بی بی په غم کې سینه زني هم ترسره شوه. 

https://iqna.ir/fa/news/4318603

captcha