IQNA

د پکتیا ملي ټلویزیون انځوریز نشرات بند، خو په راډیویي بڼه به فعالیت ولري

17:38 - November 24, 2025
د خبر لمبر: 3492060
ایکنا - د خبرپاڼې له مخې پکتیا ۲۳م ولایت دی چې د طالبانو د امرباالمعروف او نهي عن المنکر ادارې دغه بندیز پکې عملي کېږي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، د ګردیز ملي ټلویزیون خپرونې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز له امله ودرېدې.

دغه مرکز پرون یکشنبه ( د لیندۍ په دویمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پکتیا ملي ټلویزیون خپرونې اوس راډیویي بڼې ته اوښتي دي.

د خبرپاڼې له مخې پکتیا ۲۳م ولایت دی چې د طالبانو د امرباالمعروف او نهي عن المنکر ادارې دغه بندیز پکې عملي کېږي.

د رسنیو د ملاتړ بېلابېلو سازمانونو پر دغو محدودوونکو اقداماتو نیوکې کړي، خو د پام وړ کومه پایله یې نه ده ورکړې.

د طالبانو د حکومت رسمي سرچینو تراوسه پکتیا کې د ټلویزیون د بندېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو کابل کې د کابینې ګڼ شمېر غړي لا هم د خپلو ورځنیو چارو لپاره له ویډیویي راپورونو کار اخلي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i167618

captcha