IQNA

د ټرمپ پر ضد د امریکائي ولس دخپګانونو زیاتوالی؛د ژمنو ئې نه پوره کیدا(مقاله)

10:27 - January 18, 2026
د خبر لمبر: 3492323
ایکنا – د سي‌اېن‌اېن خبری چینل د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښئي چې ډېری امریکایان د کرغیړن ټرمپ د حکومت لومړی کال ناکام بولي.

ایکنا د پارس‌ټوډې فارسي څانګې له قوله راپور راکړ، د سي‌اېن‌اېن خبري چینل د نوې نظرپوښتنې پر اساس د امریکا اکثریت وګړي په دې باور دي چې  ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د دوهم پړاؤ په لومړي کال کې بریالی کړچار نه دی درلودلی او سم لومړیتوبونه ئې نه دي ټاکلي.

دغه نظرپوښتنه همدارنګه څرګندوي چې د امریکائي ولس له نظره، اوسني حکومت د ژوند د مخ پر زیاتېدونکو لګښتونو د کنټرولو او د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه کولو لپاره د پام وړ اقدامات نه دي کړي؛ دا په داسې حال کې دي چې ټرمپ تل ځان په کورنیو او نړیوالو ډګرونو کې یو تس په نامه بریالی ولسمشر معرفي کوي.

د ټرمپ په کړچار د  خپګانونو لاملونه په دوو برخو، یعنې کورني او بهرني سیاست کې، څېړل کېدالی شي. په کورني ډګر کې، په امریکا کې د ژوند د لګښتونو څرګند زیاتوالی او د ټرمپ د حکومت ناتواني د انفلیشن په کنټرول کې، د خلکو د ناراضایتيي مهم  عوامل دي. د ټرمپ د حکومت په لومړي کال کې د کورونو، انرژۍ، روغتیائي خدمتونو او خوراکي توکو بیّې په څرګند ډول لوړې شوې دي، چې دغې چارې ئې پر منځنیو او ټیټو طبقومستقیم دباؤ راوستی دی. ډېری امریکایان په دې اند دي چې د حکومت مالیاتي سیاستونه تر ډېره حده د سترو شرکتونو او شتمنو پرګنو په ګټه پلان شوي او د ټولنې د اکثریت د معیشتي وضعیت په ښه کولو کې پاتې راغلي دي.

د دغو ستونزو تر څنګ، د ټرمپ د حکومت بهرنیو سیاستونو هم دخپګان په زیاتولو کې مهم رول لوبولی دی. پر وارداتو د درنو ټِرفو لګول او له چین او د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو سره سوداګریزې جګړې، په امریکا کې د مصرفي توکو بیّې لوړې کړې او د ژوند لګښتونه ئې لا زیات کړي دي.

همدارنګه، له ځینو نړیوالو تړونونو څخه وتل او له دودیزو متحدینو سره د ترینګلتیا رامنځته کول، د نړیوال اقتصاد فضا تر یوه بریده بې‌ثباته کړې ده؛داسې بې‌ثباتي چې د امریکا پر داخلي بازارونو ئې هم اغېزې کړی دی. په همدې دلیل، پانګوال د امریکا د اقتصاد د راتلونکې په اړه لا محتاط شوي او دغه احتیاط د اقتصادي ودې د سست کېدو لامل شوی دی.

 د نړیوالو بحرانونو په وړاندې د امریکا د حکومت دریځ هم د ټرمپ په کړچار خپګانونه زیات  کړې ده. هغه پرېکړې چې له نړیوالو بنسټونو سره له همغږۍ پرته یا د اقتصادي پایلو له دقیقې ارزونې پرته شوې دي، په ځینو مواردو کې ئې امریکا دې ته اړ کړې چې د بحرانونو د مدیریت لپاره لا ډېر لګښتونه ورکړي. دا وضعیت د دې هېواد د وګړو له نظره د اقتصادي مدیریت د کمزورۍ او د بهرني سیاست د پایلو د اټکلولو د بې وسئ نښه ګڼل کېږي

همدارنګه، د امریکایي وګړو ترمنځ د واک له ناوړه استفادې یا د ولسمشرۍ د صلاحیتونو له حده د زیات استعمال په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي. ډېر کسان باور لري چې ټرمپ د واک شخصي کول او د څارونکو بنسټونو کمزوري کول،د واکمنۍدودیز توازن ګډوډ کړی دی. د ناڅاپي پرېکړو پر بنسټ مدیریتي سټایل، پر قضایي او استخباراتي بنسټونو بریدونه او سیاسي دودونو ته بې‌پامي، دا انګېرنه پیاوړې کړې چې د ټرمپ په پړاؤ کې سیاست د شخصي ارادې په ډګر بدل شوی دی.

په ټول  کې، د ټرمپ د حکومت د لومړي کال په  کړچارخپګانونه ښئي چې په امریکائي ټولنې کې موجود بحرانونه نه یوازې حل شوي نه دي، بلکې د هغه تر مشرئ لاندې ئې نوې بڼې خپلې کړي دي. د ټرمپ د انتخاباتي ژمنو یوه د پام وړ برخه یا پرېښودل شوې ده او یا هم په عملي توګه پایلې ته نه ده رسېدلې. په حقیقت کې، د امریکا ولسمشر نه یوازې دا چې د خپلې ولسمشرۍ په لومړي کال کې د خلکو رضایت ترلاسه نه کړ، بلکې د سیاسي او ټولنیزو درزونو په ژورولو سره ئې د راتلونکو ننګونو د مدیریت  په اړه لا جدي پوښتنې هم راولاړې کړې دي.

https://parstoday.ir/fa/iran-i34298

captcha