IQNA

د عراق او ایران پولې د دو ستئ په پولو بدلې شوي دي

15:45 - January 18, 2026
د خبر لمبر: 3492327
ایکنا - د عراق د بهرنیو چارو وزیر، د سید عباس عراقچي سره په لیدنې کې، د ګډو  ملګرتیاؤ  د پراختیا او د سیمې د ثبات د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

ایکنانیوز راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیرعباس عراقچي د عراق له خارجه وزیر فواد حسین سره  له کتنې وروسته په ګډ خبری کنفرانس کې  په دې په  ټینګار سره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې  اوس په بېلابېلو اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي برخو کې د دوستۍ او همکارۍ پر پولو بدلې شوې دي، وویل: د ایران او عراق ترمینځ د اړیکو ساحه ډېره پراخه او  ډولوالی لري، او د دواړو هېوادونو ترمینځ سلا مشورې او د نظر تبادله یوه اړتیا ده.

عراقچي د عراق سیمه‌ییز رول مخ په ودې وباله او وې ویل: عراقي دوستانو ښودلې ده چې د سیاسي او دیپلوماتیکو وړتیاوو په کارولو سره کولی شي د خبرو اترو د دودیدا، د دریځونو د نږدې کولو او په سیمې کې د شته خنډونو د حل  په لور مثبت رول ولوبوي، او مونږ هم د عراقي دوستانو سره د همکارۍ او همغږۍ بشپړ چمتووالی لرو.

هغه د سیمې د سولې او ثبات د پرمخ بیولو لپاره شویو هوکړو ته په اشارې سره وویل: نن  سبا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو، همغږۍ او امنیتي ننګونو په اړه متقابل درک موجود دی، او مونږ د «هراړخیزو سټراټیژیکو ملګرتیاؤ تړون» د ترلاسه کولو لپاره د ګډ کار په لټه کې یو.

  د ایران او عراق د بهرنیو چارو وزیرانو  ، په ګډ خبری کنفرانس کې د ګډو ملګرتیاؤ د پراختیا او پیاوړتیا پر ارزښت   ټینګار کړی، څو د دواړو هېوادونو ګډو ګټو ته خدمت وشي او په سیمې کې ثبات لا ټینګ شي.

ویل شوي، چې د دې سفر موخه د بغداد او تهران ترمینځ د دوه‌اړخیزو اړیکو په اړه خبرې اترې دي، چې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د منظمې مشورې، او همدارنګه د سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو په چوکاټ کې ترسره کېږي.

 دعراق خارجه وزیر فؤاد حسین به په دې سفر کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان، د اسلامي شورا  له مشر محمدباقر قالیباف، او د ایران د ملي امنیت له سلاکار علي لاریجاني سره هم لیدنې وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4329050

captcha