
ایکنانیوز راپور راکوي، نن د شعبان د میاشتې پنځلسمه نیټه د اسلام د ګران پیغمبر د یوه پاک لمسي او ولایت او امامت د دولسم ځلانده ستوری حضرت امام مهدي عجل الله تعالی فرجه الشرف د نیکمرغه زوکړې ورځ ده ،په درستې نړۍ کې په تیره په درست ایران،پاکستان،افغانستان او نورو اسلامی او غیر اسلامی هیوادونو کې د اهل بیت علیهم السلام درست مینه وال په دې مناسبت جشنونه جوړوي او خوشالۍ کوي.

د ایران دقم مقدس په جمکران جومات کې په دې مناسبت چې د امام الزمان علیه السلام په جومات هم مشهور دی ، ځانګړي دستورې له پرون راهسېې روانې دي او نن به دواو ولري.
وئيل کیږي، تر دې دمه په دغودستورو کې د ګډون لپاره په میلیونونو مینه والو ځانونه قم المقدس ښار و جمکران جومات ته رسولي دي.
د ایکنانیوز قرآنی خبری آژانس په دې مناسبت درستو پتمنو، مسلمانانو او د اهل بیت علیه السلام ټولو مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وائي او د امام مهدی د ظهور د تعچیل لپاره دعا کوي.