IQNA

نوی لمریز کال؛د اسلامی انقلاب د سترلارښود نوروزي پیغام

د سږکال شعار؛ د ملی وحدت او ملی امنیت په سیوري کې مقاومتی اقتصاد

0:56 - March 21, 2026
د خبر لمبر: 3492586
ایکنا -  داسلامی  انقلاب سترلارښود د ۱۴۰۵لمریز کال د پیلیدا په  په مناسبت  په نوروزي پیغا کې ووئيل؛ د لوي شهید رهبر  په یاد سره  د سږکال   د ملی وحدت او ملی امنیت په سیوري کې  مقاومتي اقتصاد اعلانوم.

ایکنانیوز د حضرت آیت الله العظمی خامنه اي  د آثارو د  نشر او حفط دد فتر د اطلاع رسونې  د څانګط له قوله راپور راکړ،د د ۱۴۰۵ لمریز کال د بیلیدا په مناسبت د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید مجتبی حسینی خامنه اي د نوروزي پیغام  متن ستاسو په خدمت کې وړاندې کوو.

بسم الله الرّحمن الرّحیم

یا مقلب القلوب والابصار یا مدبّر اللیل و النهار یا محوِّل الحول و الاحوال، حَوِّل حالَنا الی احسن الحال.

سږکال د  معنویت پسرلی او د طبیعت پسرلي، یعنی د روژې مبارکې میاشتې نیکمرغه اختر او د نورو لرغونی اختر  له یوه بل سره په یووخت  دی ،چې  دا دواړو مذهبی او ملی اخترونو په مناسبت  د ملت هر یوه وګړي ته مبارکی وایم  او په تیره بیا د نیکمرغه کوچنی اختر په مناسبت د نړئ درستومسلمانانو ته مبارکي او تهنیّت  وایم . همداراز لازمه ده چې  د اسلام د مبارزانو  اوڅاره بریالیتوبونو په مناسبت هم ټولو ته مبارکی عرض کوم  او  د دوهم تپلي جنګ  او د دې ماه د کودتا او د دریم تپلی جنګ  لوړ مقام شهیدانو کورنیو او دغه راز د ګمنامو سربازانو او سرحد  اوامنیت ساتونکو شهیدانو  کورنیو ته  تسلیّت او خپله همدردي وړاندې کوم

د ۱۴۰۵ لمریز کال د رارسیدا په مناسبت څو عرایض لرم چې ستاسو خدمت ته ئې وړاندې کوم.

 په پيل کې به د تیر کال ځینو مهمو پيښو ته یوه لنډه شان ننداره وکړم. په تیر کال کې  د مونږ قدرمن ولس درې  امنیتی او پوځي  جنګونه تجروبه کړل. لومړی خنګ دغبرګولې یا جوزا (خرداد )د میاشتې  جنګ ؤ چې صهیونیسټي دښمن  دامریکا په خاص مرستو سره او د خبرواترو په وخت  په ناځوانمردانه یرغلونو سره  د هیواد  یوڅو ترټولو غوره اوښه سرداران او ساینس پوهان  او په دوام کې هم کابو څه دپاسه زر وطن وال  شهیدان کړل. دښمن  د څرنګدې محاسباتي تیروتنې په خاطر  ګمان کاوه چې  له یوې یا دوو ورځووروسته  به دغه خلک وي چې  داسلامی نظام نسکوروي، خو  د تاسو ولس  په هوښیارئ او د اسلام د  مبارزانو په شجاعتونو  او ډيرو سرښیندنو سره، ډیر زر په دوي کې ناامیدي او بیچارګي ظاهره شوه  او  په واسطو لټوَلو او  د جنګ په پريښودو سره ئې یو ډول  د  ګړنګ له خولې یا  له ګرداؤه  ځانونه وژغورل.

دوهم جنګ، د مرغومې یا جدې د میاشتې کودتا وه چې امریکا او صهیونیسټي رژیم  په دې خیال سره چې د ایران ولس د تپل شوو مشکلاتو له امله،د دښمن نظر عملی کوي،له خپلو ګوډاګیانو او تالی څټو څخه پّه استفادې سره بې شمیره بوږنونکي غمیزې راوپڼځولې او د  مخکینی جنګ په  نسبت د  مونږ  ډير قدرمن وطن وال ئې شهیدان  کړل او ډیر تاوانونه ئې واړول.

دریم جنګ، هغه جنګ دی چې اوس  هم دوام لري چې په لومړنئ ورځې مو د امت مهربان پلار،ستر لارښود  اعلی الله مقامةالشریف په داسې حال کې چې په ډيرې لیوالتیا سره ئې د شهیدانو د قافلې په سر کې د هغه لوړمقام په لور آسماني الوت غوښتونکی ؤ چې  دهغه  لپاره  د الهی رحمت او انوار طیبه د قرُب په  سیوري کې او د صدیقین او شهیدانو  په ټول کې په نظر کې نیول شوی ؤ ، له اوښکو په ډکو سترګو او غمجنو زړونو  سره بدرګه کړ. همداراز  له هماغې ورځې وروسته  ورځ په ورځ مو  شجریه طیبه د ښونځي  د واړو واړو ګلانو پشمول دده جنګ نورشهیدان او ورسره  د سرحد میړني ساتونکي او ګمنام سربازان او بسیجیان  او د پولیسو او پوځ او سپاه شجاع  قوماندانان او مبارزان  مو چې  د مونږ له مقابل څخه ئې د نور د جنس په کاروان کې پرواز وکړ، ډيرو غمجنو او حسرتونو سره بدرګه کړل. دغه جنګ پخپلې ګټې د اوڅاره ولسی حرکت څخه  ددښمن له ناامیدئ  ورسوته او په دغه توّهم سره رامینځة شو چې که د اسلامی نظام په سر کې  مشران او یو شمیرترټولواغیزشیندونکي اومهم  پوځي کمانډران شهیدان کړي،نو  په  قدرمن  ولس کې به ویره اووحشت و ناامیدي خوره شی، نو ولس به له ډګره  ووځي  او  له دې لارې به   پر ایران د مسلط کیدا خوب  و ورپسې  د ویشل کیدا خوب تحقق ومومي ، خو تاسو قدرمنو  خلکو په دغې مبارکې میاشتې کې  په ستر جهاد سره  حوصله وکړه او په میدان کې  د  تل په شان  حاضر شوئ، او د  هیواد په پراخ ټاټوبی کې دفاعي کرښې  او  په جوماتونو ،کوڅو او چوکونو کې  موپیاوړي سنګرونه  نوره هم پیاوړي کړل  او  دغه راز مو  پر دښمن سربداله کونکی سخت ګوزار وکړ ،داسې چې  په ګډووډو  خبرو  او ډیرو لاپو وئيلو ته ئې چې د کم عقلۍ او د درک د کمزورتیا نښې دي ،اړ شو.

تاسو قدرمن ولس مخکې د مرغومې د میاشتې په دوویشتمه نیټه کودتا وځپله  و بیا مو د سلواغې د میاشتې په  ۲۲ نیټه هم یوځل بیا  له نړیوال استکبار سره خپل نفرت اوکرکه نندارې ته په وړاندې  کولو سره  خپله نه ستړې کیدونکي حوسله وښودله. او د کب د میاشتې په ۲۲ نیټه مو هم چې د قدس له نړیوالې ورځې سره برابرهوه،  په یوه بل ګوزار سره  هغه پوهه کړ چې  یوازې په توغندي، ډرونز او ترپيډو  او په پوځي جارو باندې بسّنه نه کوو؛ دایران لومړنۍ کرښه  د هغه له واړه او سپک  او پسّت ذهنیّت څخه لا ستره ده. زه غواړم همدلته ستاسو د  یوه یوه قدرمن وګړي  د دغې لوئې حماسې د پنځولو په خاطر قدرونه اوستاینه وکړم؛ همداراز له شجاع ، صادق  اوولسی  ولسمشر او نورو  مسئولانو څخه چې په دغو دستورو کې  له کومو تشریفاتو او محافظت پرته  په خلکو کې حاضر وو. دغه شان کار  او  دغه فی نفسه تظاهر  ډیر غوره کار کیدلی شي، چې د واکوالانواو ملت ترمینځ انسجام  لازیات پياوړی کړي. دمګړئ د هغه عجیبه وحدت له امله چې  په قدرمنو وطنوالو کې  په هرډول مختلفو مذهبی، فکري ،کلتوري  او سیاسی  ګروهنو او غوښتو سره  رامینځة شو، ددښمن ملا ئې ماته کړې ده. دغه  ستایونکی اقدام  باید  د حضرت حق جلا و علا  لهخوا یو خاص نعمت  وبلل شي او  باید په ژبه ،په زړه او  دعمل په مقام کې ئې ډير  شکر وکړل شي. یوه نه انکاریدونکی قاعده دا ده چې  هرکله په یوه نعمت شکر وشي، نو  د شکر  د اندازې په تناسب سره ئې ریښه نوره هم تلپاتې او پراخه غزیږي او  د شکر کونکي  کس  په برخه لازیات  نعمتونه خداوند متعال ډالۍ کوي. هغه څه  چې اوس  د  عملی شکر  په مقام کې لازم دي ، دا دي چې مونږ دغه لوی نعمت یوازې  د حضرت حق جل و علا له خوا یو رحمت وګڼو او تر ممکنه حده  ورڅخه ښه استفاده وکړو.   دغه شان حتما  دغه انسجام لازیات او وسپنیز کیږي او د  تاسو دښمنان به له زیات خوار او ذلیل او سپَک شي. دا د تیر۱۴۰۴ لمریز کال ځيني مهمې پيښې وې.

  البته اوس چې د ۱۴۰۵ لمریزکال په درشل کې یوو ، څو شیانوسره مخ یوو، یو دا چې  د روژې مبارکه میاشت په تیریدا  ده او ورسره خدآي په آماني کوو.یوه داسې میاشت چې   په لیلة القدر کې د مونږ تاسو زړونه عالم بالا ته متوجه  شوي او خداوند مهربان  ته فریادونه کړي او  هغه حضرت هم  مو مونږټولو ته د رحمتنظر وکړ. تاسو ټول د مونږ  له سرور امام الزمان عجل  الله تعالی فرجه الشرف  او له خداي  تعالی څخه  فتح اونصرت او  عافیّت او ډول ډول نعمتونه وغوښتل او له دغه الهی او ملت نظام سره  د هغه  بزرګوار همیشنئ مهرباني او لطف  شته.او ان شاالله هغه څه چې ستاسو دزړه له کومې غوښته ده یا هغې به هم لاښه ترلاسه کړئ. له دغې خداي په آمانئ سره په یووخت چې هرڅومره د انسانانو معرفت لازیاتشي، نو لا به تریخ اوغمجن هم وي،د نیکمرغه اختر او شوال المکرم  میاشت هرکلی  کوو او  په  ویرې او رجاء سره  د حضرت حق تبارک وتعالی  د عیدئ منتظر یوو.

  بله  مهمه پيښه د  نوروز لرغونی اختر دی.

داسې اختر چې  له ځان سره د ژوند ،تاندوالي  اونوي کیدا له جنسه د طبیعت  ډالۍ له ځان سره لري  او  ډيره خوشالي او  تاندوالی لري.  له بل پلوه  د عمومی خلکو لپاره دا لومړنی کال دی چې د مونږ شهید لارښود  او نور لوړمقامه شهیدان د مونږ په مینځ کې نشته، په تیره بیا  د شهیدانو خپلوانو   او کورنیو زړونه د خپل  عزیزانو په  غم کې غمجنې دی .په عین حال کې زه  پخپل وار سره او د یوه ساده  ښاریز په توګه چې  له خپل شاوخوا څو شهیدان لرم ، خیال کوم  مونږ په هرحال   چې  عزادار یوو او زړونه مو د ټولوشهیدانو لپاره  غمجن دی او له ویره ډک دي ، البته ډیر خوشالیږو، چې  په دغوشپو ورځو کې دمونږ نوی وَدګاني او  نوي واده کونکي  دت بخت کور ته ځي او ان شاالله  د مونږ د شهید لارښود  او د دغه جنګ د نورو بزرګوارو شهیدانو دعا ددغوعزیزانو   بدرګه شي اوسپارښتنه کوم چې  عام خلک دې  ددغو شپو ورځو دمعمول لیدل کتل ،البته  د شهیدانو د خپلواکو د احتحرام  په ساتلو  سره  او د هغوي د حالاتو په رعایتولو سره  دغه لیده کاته ترسره کړي او  دهرې کوڅې  اوسیدونکي که ممکنه دي،لازمه غږملتیادې ولري او  د  اختر او نوی کال   لیده کاته  د هماغه شهیدانو دځاي په احترام  او تکریم سره پیل  کړي . البته قدرمن حکومت  د مونږ د قدرمن اوستر لارښود  د شهادت د  غم او مصیبت  لپاره ټاکلی دی ، پخپل ځاي باقي دی او  د هغه رعایتول او ساتل  ددغه هیواد او  نظام  د عظمت او عزت یوه برخه ګڼل کیږي.

 له دغو  خبرو وروسته ځیني  مختصر عرایض هم لرم:

 اول باید له هغو کسانوڅخه چې  په دغوشپوورځوکې  په چوکونو،کوڅواو جوماتونو  کې  د شتون تر څنګ  په دوه چنده هڅو سره  خپل اجتماعي  رول  لا زیات رابرسیره کوي، په  خاصه توګه مننه کوم .د حکومتی او خصوصي شرکتونو  د تولیدونکو یونټونو  په تیره بیا  دهغو کسانو او خدماتی  اصنافو چې یوازې ډول ډول ښه خدمتونه  له دې پرته چې  دهغوي شغل اوکسب ئې اقتضا کوي، ، په وړیا توګه  خلکو ته وړاندې کوي  او  الحمد الله  دغه شان قدرمن ډير زیات دي.

دوهم د دښمن یوه لاره،دهغه  رسندوئي عملیات دی چې  په دغوشپو ورخو کې په خاص توګه  د خلکو د پرګنو د ذهن او نفسیاتو په ټارګټ کولو سره په ملی و حدت او ملی امنیت کې  خار پار  اچوي او داغي کوي ئې. مونږ باید ځیر ووسو  څو خدای دې نه کړي  د لټئ  له امله او پخپله دمونږ له لاسه  دغه سپیر نیّت تحقق ومومی .په دې خاطر سپارښتنه کوم ، د قدرمن ایران داخلی رسندوئې  دې په هغو ټولو فکری ،سیاسی اوکلتوري  تفاوتونو سره سره چې ممکنه ده لري ئې ، له کمزورو ټکو له ستر ښودلو دې په جدي توګه ډډه وکړي ، که داسې نه وي،نو ممکنه ده  دښمن به پخپل مقصد کې کامیاب شي.

 دریم  د د ښمن یوامید،  له هغو اقتصادي کمزورتیاؤ اومدیریت څخه استفاده ده  چې په ځنډ سره ئې بڼه موندلې ده.دمونږشهید لارښود علی اللهمقامه،په مختلفوکلونو کې  دکال اصلی چورلیز اوشعار ،اقتصادي چارې ته متوجه کړی ؤ. ددغه حقیر  په نظر سره هم  د خلکو معیشت تامینیدا او د عمومی خلکولپاره د شتمنئ تولید او د هوساینې د ژوند  د بیخ بینائيو لوړتیا یو مرکزی ټکی او  یو ډول دفاع ، بلکې  د هغه اقتصادي جنګ په مقبال کې  اوڅاره پرمختګ وګڼل شي چې  دښمن رامینځة کړی دی. د خلکو له مختلفو پرګنو څخه موډيرڅه زده کړي دي،په ناپيژاندي ډول مو په تهران کې په ټیکسیانو اویاهم په عامو بازارونو کې  دخلکو دنظر  او نیوکو په آوریدو سره  ډير  څه آوریدلي دي  او  دعامو خلکو له ډيرو  موردونو سره چې معمولا  په مختلفو مدیریتي  او اقتصادي اړخونو سره اړونده نیوکې وې ،آوریدلي دي،په دې ډول مو  له دغو آوریدنو  ډير څه زده کړي دي اوهماغه شان  په دغونوویادونوپسې یم .  په  تیره بیا د رمضان المبارک  له نولسمې  شپې  څخه په مخکې  او وروسته شپو ورځو کې مو هم له تاسو قدرمنو څخه چې په چوکونواو کوڅواوجوماتونو کې موجود یاستئ،ډیر څه زده کړي دي. هیله مند یم  له دغه نعمته محروم نه  شم. په دغو زده کونو او آوریدنو  او نورو  مطالعاتو پسې، هڅه کوو، چې  د کارجوړی درملیزې نسخې  او کارپیژندنې برابرې شي چې تر ممکنه حده  مشکلات حل شي چې الحمد الله  تریوه حده دغه مطلب تحقق پیدا کړی دی اوډیر زر به  د لوړپوړو مسئولانو پهوسیله دعمل لپاره تیار شي او دا ټول د تاسو دملت  دمختلفو پرګنوپه ملګرتیا سره   ممکن کیږي.ان شاالله. د خپلوعرایضو په وروستۍ برخې کې د  عظیم الشان شهید لارښود په پله د پل په کیښودو سره سږکال شعار هم  د ؛ ملی وحدت اوملی امنیت په سیوري کې مقاومتی اقتصاد؛    اعلانوم.

څلورمه او آخره خبره ؛  هغه څه چې په لومړی پيغام کې مو له ګاونډیو هیوادونو سره  د همپالنې او ارتباطاتو په باب د نظام د سیاست او لیدتوګې په باب ذکړي دي.یوه جدی اوحقیقی چاره ده .مونږ پرګاونډیتوب  سربیره ،نورهغه معنوی عناصر چې  د ټولومشترکاتوپه سرکې د اسلام د پاک دین په اساس دي او همداراز له هغو په ځینو کې  مقدس ځایونه او مشرف ځایونوشتون او او په ځینو نوروکې د کار کسب په توګه د ډيروایرانیانو شتون   او مشترک قومیّت  یا د یوې ژبې شتون یا  مشترکې سټراټژيکې ګټې   په تیره بیا په ځينو نورو کې د استبکاري جبهې  په مقابل کې چې هر یو ئې  پخپل ځای کې  په ځان له سر  د ښو اړیکو پياوړی کونکی کیدلی شي،  هم شته. پخپلو ختیځي ګاونډیانوکې  ډير  له  ځان سره نزدې ګڼو،زه له ډیر وخت راهسط  دپاکستان په باب معلومات لرم چې  یو داسې هیواد دی چې  د مونږ له شهید لارښود  سره ئې ډيره خاص مینه   درلوده چې  یوه نمونه ئې  دهغه بزرګوار  د  لماځه د یوې خطبې په وخت  په پاکستان کې د هغه ویجاړونکي سیلاب  او ورښتونو په باب  چې هلته ئې زمونږ خوئيندې او وروڼه  له خطرو سره مخ کړي وو، په سترګو کې اوښکې  او ژړا له ورایه ښکاره شوه. او ما  هم په مختلفو دلیلونو سره همیشه همدغه شان فکر کولو او  په مختلفو ناستو کې مو  ئې له بیانولو ډډه نه کوله .همدلته غواړم   غوښتنه وکړم چې زمونږ افغانستان او پاکستان دواړه وروڼه اوګاونډی هیوادونه  دې دالهی  رضا لپاره  او  ددواړو د مسلمانشونې په  خاطر دې  پخپلو کې لاښې اړیکې ټينګې وساتي  او زه هم پخپل توان سره  حاضر په دې اړه لازمو اقداماتو ترسره کولو ته حاضر یم.

 همداراز غواړم ووایم،هغه حملې چې  په ترکیې اوعمان هیوادونو کې چې دواړه دمونږ  ښه دوستان دي اوورسره  مناسبې اړیکې لرو، ددغوهیوادونو په ځينو سیمو بانډې شوي دي،هیڅکله  هم دایران داسلامی جمهوریت  د وسلوالوځواکونو او یا د مقاومتي  جبهې د نورو ځواکونوله خوا نه دي شوي . دغه  هغه حیله ګر اقدامات دي چې  صهیونیسټي دښمن  د ایران د اسلامی جمهوریت  او د ګاونډیانو ترمینځ د تفرقې او درز د رامینځةکولو لپاره ددروغجن بیرغ  له دوکې څخه په استفادې سره  ئې ترسرهکوي او ممکنه ده په ځينونورو هیوادونو کې ه م دغه شان پيښې  وشي. له دغط برخې سره اړونده نورمطالب مومخکې ذکر کړی دي.

امیدوار  یم چې  د مونږ د سرور امام الزمان عجل الله تعالی فرجه الشریف  په دعا سره  او د  حضرت باری تعالی په عنایت  اومرستې سره   د مونږ د ملت او ټولوګاونډیواومسلمانو ملتونو په تیرهبیا  د مقاومتي جبهې  د مبارزانو  لپاره  له  ډول ډول  معنوياومادی بریاؤ څځه ډک او ښه سوکاله کال   اودغه راز  د  اسلام  او بشریّت لپاره  له نابودئ  او ناکامئ ډک کال ولرو  او

 وَ نُرِیدُ اَن نَمُنَّ عَلَی الَّذینَ اسْتُضْعِفُوا فِی الْاَرْضِ وَ نَجْعَلَهُمْ اَئِمَّهً وَ نَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِینَ وَ نُمَکِّنَ لَهُمْ وَ نُرِیَ فِرْعَوْنَ وَ هَامَانَ وَ جُنُودَهُمَا مِنْهُم ما کانُواْ یَحْذَرُون. صدق‌ الله العلی العظیم و صدق رسوله الکریم و نَحنُ عَلی ذلکَ مِنَ الشّاهدین.

و السلام علیکم و رحمةالله و برکاته

سیدمجتبی حسینی خامنه‌ای  

۲۹/اسفند/۱۴۰۴  

https://iqna.ir/fa/news/4342114

captcha