
ایکنانیوز د پارس ټوډی له قوله راپورراکړ، د نړۍ د کاتولیکانو مشر «پاپ لئو څوارلسم» یوځل بیا د ایران پرضد د جنګ په پیلونکو باندې نیوکه وکړه او د ایران پرضد د تیریګرو حملو د توجیه لپاره د عیسایت له ژبې د امریکا د چارواکو استفادې ته په اشارې سره یې وویل: خدای د هغو کسانو چې لاسونه یې په وینو باندې ککړ دي دعا نه قبلوي.
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لئو څوارلسم د واټیکان په «سن پیټر» میدان کښې د لسګونو زره خلکو په ټول کښې وویل: له مسیح څخه د هیڅ جنګ د توجیه لپاره استفاده نشي کیدلای.
دغه وینا د عید پاک (ایسټر) د چټیانو د پیلیدا د جشنونو په مراسم کښې د نړۍ د یو میلیارډ او څلور سوه میلیونه کاتولیکانو لپاره وشوه.
د امریکا لومړني پاپ په دغو مراسمو کښې موجودو خلکو ته وویل: دا زمونږ خدای دی؛ مسیح د سولې باچا د جنګ مخالف دی او هیڅوک نشي کولای د هغه له نوم څخه د جنګ د توجیه لپاره استفاده وکړي.
پاپ لئو د سپيڅلي کتاب د متن یوې برخې ته په اشارې سره وویل مسیح د هغو کسانو چې جنګ غواړي دعا ته غوږ نه اچوي،له هغوې سره مخالفت دی. «حتی که چیرې دعا او عبادت وکړي نه یې اوري : د تاسو لاسونه له وینو ډک دي».
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لئو په تیرو اونیو کښې په ځلونو د ایران پرضد د امریکا او د اسرائیلو په جنګ باندې نیوکه کړې ده.
https://parstoday.ir/ps/news/world-i171794