IQNA

آیت الله سید مجتبی حسینی خامنه اي!

د ایران اتل ملت په چورلټ ډول د میدان بریالی دی

14:35 - April 10, 2026
د خبر لمبر: 3492655
ایکنا- د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله مجتبی حسینی خامنه اي  د شهید لارښود حضرت امام خامنه اي  دشهادت  د څلویښتئ په مناسبت پخپل پیغام کې ټينګار وکړ؛قدرمنو خوئيندو وروڼو  وطنوالو د دریمې مقدسې دفاع  د حماسې تردې شیبو پورې په جراءت سره وئيل کیدی شي چې تاسو د ایران  اتل ملت  د دغه میدان چورلټ بریالی یاست.

ایکنانیوز راپور راکوي، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله مجتبی حسینی خامنه اي د  اسلامی انقلاب د شهید لارښود حضرت ایت الله العظمی امام خامنه اي د شهادت د څلویښتئ یا اربعین  په مناسبت پخپل پیغام کې چې  د فتح سورې  په لومړیو آیتونو ؛إِنَّا فَتَحْنَا لَکَ فَتُحَا مُبِینَا لِیَغْفِرَ لَکَ الله ما تَقْدَّمَ مِن ذنبکَ وَمَا تَأَخَرَ وَیُتِمْ  نِعْمَتَهُ عَلَیْکَ وَیَهْدِیکَ صِراط مستقیماً وینصرکَ اللَّهُ نَصْراً عَزیزاً.  سره پيل شو روښانه کړه؛ د اسلام او د ایران د دښمنانو د تر ټولو لوی جنایت او د دې ولس د تاریخ د تر ټولو ستر داغ  څلوېښت ورځې تیري شوي، د اسلامي انقلاب د بزرګوار رهبر، د ایران د ولس د پلار، د اسلامي امت د زعیم، د اوسني زماني د حق پالو مشر، د ایران د شهیدانو او د مقاومت د جبهې د سردار خامنه ای کبیر قدس الله نفس الزکیه له زړه بوږنوونکې شهادت څځه څلوېښت ورځې تیري چي زمونږ د شهید رهبر روح په الهی دربار کې د اولیاو صدیقینو او شهداو میلمه دی او ورپسې د هغه د یاران، قومندانان او د اسلام د مبارزینو او مظلومو خلګو له ماشومانو رانیولې تر مشرانو پورې په شهادت ورسېدل.

 حضرت ایت الله مجتبی حسینی خامنه اي په دوام کې وفرمایل: څلوېښت ورځې شوې چي متعال خدای د دې امت مشر  خپل دربار ته بللی خو دا ځلې د کلیم الله د زمانې په اپوټه، د شهید رهبر اصحاب او  د امت د حق د ټینګولو او له باطل سره د مبارزې لپاره مبعوث شوي او د مضبوطو غرونو په شان د سامري او د هغه د ګلګي په وړاندې ودرېدل  او د اور د لمبو په شان د یرغلګرو او فرعونیانو په سرونو واورېدل.

ایت الله سید مجتبی خامنه ای په دوام کې، له دښمن سره د جنګ په ډګر کې د ولس حماسي او ولولناک شتون ته په اشارې سره وفرمایل:   څلوېښت ورځې کیږي چي د خمیني او د شهید خامنه ای غیرتمن  اولادونه او د سوچه محمدي اسلام بچیان  په بې سارې زړه وړتیا سره، په میدانونو او واټونو او د جنګ په مورچلو کې حاضر دي او د دښمن پر یرغلونو او زیانونو سربېره دغه تپل شوې جګړه ئې د دریمې سپېڅلې دفاع په ډګر باندې بدله کړې ده.

دوي وفرمائيل؛ د ایران هوښیار او له ویښ ضمیر څخه برخمن ولس که څه هم وښودله چي د خپل شهید شوي رهبر په تلین ویرجن دي، لیکن د حسیني عاشورا له میراث والو په پیروی سره، له دغه داغ څخه حماسه او له غم څخه رجز جوړ کړ، او دا ټوله پوره سمبال دښمن ئې حک حیران او لالهانده کړ او د نړۍ د خلګو ستاینه ئې راوپاروله.

د اسلامی انقلاب رهبر په دوام کې ټینګار وکړ؛ دا ځلې د مستکبرانو جهالت او ناپوهې د دې سبب شوې چي د ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشته د اسلامي انقلاب او د ایران د ځواکمنتیا نوی پړاو پیل شي او د اسلامي ایران بیرغ نه یوازې په دې ټاټوبې کې بلکې د نړۍ د حق پالو په زړونو کې هم اوچت شي.

ایت الله سید مجتبی خامنه ای د خپل پیغام په یوې بلې برخې کې د شهید رهبر ځینو ځانګړتیاو ته د اشارې په ترڅ کې، د هغوی د پېژندګلوئ په اړه خبرې وکړې او  وې فرمائيل؛ د داسي یوه کس خبره ده چي دومره مشهوره، لیکن پوره پېژندل شوی نه وو، ټوله پوهیږي چي زمونږ شهید قائد، یو بصیر او د زماني په حالاتو پوه عالم، نه ستړېدونکی مجاهد، د غر په شان مضبوط، الهي عالم، د عمل څښتن، ذاکر او په الهي دربار کې د تضرع او تهجد خاوند وو او په معصومین صلوات الله و سلامه علیهم اجمعین یې توسل کاوه او د زړه له تله ئې په الهي وعدو باندې ایمان او باور درلود.

د امام خامنه ای یوه بله ځانګړنه، له وطن سره مینه او د ایران د خپلواکۍ د لا پیاوړي کولو لپاره هڅه وه، چي په ترڅ کې ئې په ملي وحدت باندې ټینګار درلود.

 هغه بزرګوار خپل ټول عمر د اسلامي نظام د جوړولو، دوام او حیات لپاره تیر کړ او په عین حال کې د اسلامي جمهوریت نظام د خلګو له ملاتړ پرته ورته بې معنا ښکارېد. د اقتدار، پرتم او صلابت سره هممهاله، چارو ته په کتنه کې او مفکورې کې له زیات ظرافت څخه برخمن وو.

د اسلامي انقلاب رهبر د خپل پیغام په یوه بله برخه کې په دغه ټپل شوې جګړه کې د ایران د اتل ولس بریا ته د اشارې په ترڅ کې زیاته کړه؛ نن او د دریمې سپېڅلې دفاع تر دې دمه پورې، په ډاډمنتیا سره ویلای شو چي تاسو د ایران اتل ولس، د دې جنګ پرېکنده ګټوونکې یاست، نن د یوه لوی قدرت په توګه د اسلامي جمهوریت په مطرح کېدو او د کمزورتیا په لورې د استکبار حرکت ټولې دنیا ته معلوم شو، دا له شک پرته چي یو الهی نعمت دی چي  زمونږ د شهید رهبر او نورو شهیدانو او د میناب د شجره طیبه د ښوونځی د شهید شویو ماشومانو د وینې په برکت او د متعال خدای په دربار کې د ولس د دعاګانو او په جوماتونو، واټونو او میدانونو کې د خلکو د شتون او په سپاه، پوځ، پولیسو، سرحدي او امنیتي ځواکونو کې د اسلامي سرښیندونکو مبارزینو د خلوص او جهاد په خاطر د ایران ولس ته ور په برخه شوه.

ایت الله سید مجتبی خامنه ای په دوام کې په واټونو کې د خلګو د شتون دوام ته په اشارې سره، وفرمایل: دا ولسي شتون د هغه لوړی ځایګی یوه مهمه ستنې ده چي اوس اسلامي ایران تر لاسه کړې ده، په دې خاطر باید له دښمن سره د مذاکراتو له امله، داسي فکر نه وشي، چي نور په واټونو او میدانونو کې د خلګو شتون ته ضرورت نشته، بلکې که چیري د فوځي مقابلې د ډګر میدان بیا ځلې تود شي، خلګ دنده لري چي له مخکې  هم په لازیات ځوږ او ولولې سره، په سړکونو او واټونو کې شتون  پیدا کړي، له شکه پرته ستاسو  غږ او چیغه د مذاکراتو په پایلو  اغېزشیندي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود  د دې پیغام په یوې  برخې کې د ایران د جنوبي ګاونډیانو په اړه ځینو ټکو ته اشاره وکړه او  وې فرمایئل؛  د ایران جنوبي ګاونډیانو ته وایم چي تاسو د یوې معجزې کتوونکې یاست، نو په ځیر سره وګورئ او ځانونه پوهه کړئ، سم  لورې سره ودریږئ او د شیطانانو په دروغجنو وعدو باندې باور مه کوئ، مونږ لا هم ستاسو مناسب غبرګون ته په تمه یو، څو تاسو ته خپله ورورولي او خیرغوښتنه وښایو، دا کار نه شي تر سره کېدای مګر دا چي تاسو له مستکبرانو څخه ځانونه بېل کړئ، هغه مستکبران چي له هر یو فرصت څخه ستاسو د سپکاوی او رټنې او استثمار لپاره کار اخلي.

هغوی په دوام کې زیاته کړه: ټوله باید په دې باندې پوهه شي چي د خدای په توکل سره، مونږ به هرو مرو هغه یرغلګر چي زمونږ په هیواد یې حمله کړې ده، نه پرېږدو، مونږ حتما د دې جنګ د اوښتیو زیانونو، بیه، او د شهیدانو او ژوبل شویو ، ګرَمه غواړو، او هرو مرو به د هرمز تنګی د اوبلارې مدیریت ته نوې لارې چارې عملي کړو، مونږ د جنګ غوښتونکي نه وو، او نه یو، لیکن له خپلو حقوقو څخه هیڅکله لاس نه اخلو، او په دې برخه کې د مقاومت ټوله جبهې یوموټی په نظر کې نیول کیږي.

د اسلامي انقلاب رهبر په پای کې د حضرت امام زمان عج محضر ته په خطاب کې وویل: مونږ په متعال خدای باندې په ایمان او له معصومین صلوات الله و سلامه علیهم څخه په پیروی سره، ستاسو تر بیرغ لاندې د کفر او د استکبار د جبهې په وړاندې ولاړ یو، او په دې لاره کې مو له مختلفو پرګنو، ګران شهیدان د دهیواد د عزت، خپلواکی او د اسلام او د اسلامي انقلاب د لواړوی لپاره ورکړي دي او زیانونه مو ګاللې دي، اوس په خپل ټول وجود سره، هم د جنګ او هم د مذاکراتو په ډګر کې ستاسو په ځانګړې دعا باندې مو زړه تړلی دی، او هیله لرو چي هر څومره ژر هم مونږ او هم زمونږ دښمنان د هغه معجزه ناک اثر ووینو. ان شاالله::

https://iqna.ir/fa/news/4345497

captcha