IQNA

د ډيموکراسیو په اسبتداد باندې د بدلولو  په باب پاپ لئو خبرداری ورکړ.

13:29 - April 15, 2026
د خبر لمبر: 3492670
ایکنا- د نړۍ د کاتولیکانو رهبر  یو ځل  بیا د  اکثریت په استبدا باندې د نړئ د ډیموکراسیو  د بدلولواو لړزانتیا  دخطرې په باب سخت خبرداری ورکړ د امریکا په فوځي یرغلونو  په نیوکې سره ئې  تاوتریخوالي، جنګ او بې عدالتئ سختې ورټلې.

 ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ، د اکثریت په استبداد او جنایت ګړنګ  او ګرداؤ ته د ډيموکراسئ  د نسکوریدا د احتمال په باب  د نړئ د کاتولیکانو رهبر څوارلسم پاپ لئو خبردارئ،  په  ټولنیزو چینلونو کې   په هغه د امریکا د کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ  دخولې له حملې دوه ورځې وروسته مطرح شو.

لومړي امریکائي پاپ، په ؛ډيموکراټيکو ټولنو کې  له قدرته  داستفادې پهباب  په   واټیکان کې په یوې غونډې کې  ګډون کونکو ته په یوه لیک کې  ولیکل، ډیموکراسئ یوازې  هغه مهاله سالمې پاتیکیږي چې په اخلاقي ارزښتونو کې ریښه ولري.

 داپه داسې حال کې دي چې په تېرو اوونیو کې څوارلسم پاپ لئو د ایران په خلاف د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ په جنګ جوړونو باندې سختې نیوکې وکړې. د پاپ نیوکې د ټرمپ له غبرګون سره مخ شوي دي،خو  د نړۍ د کاتولیکو مشران ټینګار  کړی: د ټرمپ له حکومت څخه نه ویرېږي.  

د نړۍ د کاتولیکانو رهبر څوارلسم پاپ لئو پرون   ناوخته د ایکس په ټولنیز چینل کې ولیکل: د خدای زړه په جنګونو، تاوتریخوالو، بې عدالتیو او دروغو سره، دردېدلی دی. زمونږ د پلار زړه له اشرارو، کبرجنو او ځانمنامو سره مل نه دی.

د نړۍ د کاتولیکو مشر زیاته کړه: د خدای زړه له ماشومانو او خاکسارو خلګو سره دی او هره ورځ ورسره د خپلې مینې او سولې باچاهي جوړوي. هر چېرته چي مینه او خدمت وي، خدای هلته دی.

په همدې حال کې، د سي ان ان د نظر غوښتونو کارپوه په دې باور دی چي ټرمپ د پاپ لئو له محبوبیت سره، «حسد» کوي. د دې چېنل په دې راپور کې راغلی: شاید ټرمپ د پاپ لئو له محبوبیت سره حسد کوي، ځکه چي دا یوه چاودنه ده. یوه چاودنه ! هغه همداشان د ان بي سي نیوز د تېرې میاشتې نظرغوښتنې ته اشاره وکړه چي وښودله په امریکایانو کې ۳۴ مثبت پاینټونه تر لاسه کړي په داسي حال کې چي ټرمپ ۱۲ منفي امتیازات لري.

https://iqna.ir/fa/news/4346470

captcha