IQNA

د درستو قواؤ د ستر قوماندان پیغام!

د اسلام پوځ د استکبار او کفر د جبهې ذلالت او سپیکیدا د نړیوالو نندارې ته وړاندې کړه

17:30 - April 18, 2026
د خبر لمبر: 3492676
ایکنا- د اسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمائيل؛د ایران د اسلامی جمهوریت پوځي ځواکونه به  دښمنانو ته د نویو ناکامیو خوند وروڅکي

ایکنانیوز د رهبرۍ د ویب سایټ د اطلاع رسونې  دڅانګې له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود او ددرستو قواؤ لوي قوماندان حضرت آيت الله سید مجتبی حسینی خامنه  د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د ملی ورځې په مناسبت پرون پخپل پیغام کې درستو پوځیانو او د هغوي قدرمنو کورنیو او د ایران لوي ملت  ته د پوځ د ملی  ورځې په مناسبت په مبارکئ وئيلو سره د اسلامی انقلاب بریالیتوب، پر پوځ ددښمن د تپلی کمزوري پړاؤ پاي وباله او د  ایران د مقدس ټاټوبي او بیرغ ددفاع لپاره ئې دوروستیو میړنتوبونو ستاینه او قدرونه وکړه.

پارس ټوډې راپور ورکړی، د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د ورځ په مناسبت د حضرت آیت الله سید مجتبی حسینی خامنه اي په پیغام کې راغلي دي،  د قرآن کریم په مرصوص سورې کې راغلي دي؛ خداوند هغو کسانو سره مینه لري چې  دهغه په لاره کې جنګ  کوي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  روښانه کړې ده،د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په پیل کې د ایران پوځ خیني کمزورتیانې درلودې او د دښمنانو له خوا د ایران پر ټاټوبی تیري لامل شول څو د اسلامی ایران پوځ خپلې کمزورتیاوې لیرې کړي او پخپل اصل ځائيګي کې ودریږي  او دغه راز ئې د ایران د  ملت په ګرَمې غیږې کې د ترقۍ او اقتدار پړاؤنه کچ کړل او حماسې ئې وپنځولې.

د ایران د درستو قواؤ ستر قوماندان وفرمائيل؛ همدااوس د اسلام پوځ  د  په تیرو دوو تپلو جنګونو کې  په میړنتوب سره  د خپل ټاټوبی  او هغه بیرغ چې  له دوي سره اړونده دي ، دفاع کوي او  په الهي قدرت باندې  او پخپل ولس باندې په تکیې سره  او د خپلو پیاوړو لیکو  په صفونو کې  د وسلوالو ځواکونو  دنورو مجاهدینو  سره مټ په مټ د استکبار او کفر  دجبهې له دوو پوځونو سره  په ډغرې کې ئې  دوي په نړئ کې له ذلالت او بې شرمئ سره مخ  کړي دي؛ هماغه شان چې پر امریکائي او صهیونیسټي وحشیانو باندې دډرونز اوتوغندیو سخت ګوزارونه  واردوي ،سمندری ځواک  هم  له مبارزو ځواکونو سره تیار دی څو پر دښمنانو  د نوو ماتو تریخ خوند وڅکي. 

https://iqna.ir/fa/news/4347128

captcha