
ایکنانیوز راپور راکړی، د عراق د العمید نومې قرآني نړیالې سیالئ د دریم پړاؤ مقابلې د رمضان المبارک په شپو ورځو کې ترسره شوي او په هغو کې د ایران داسلامی جمهوریت تکړه نړیوال قاری او قرآني استاد محسن قاسمي ددغو سیالیو لومړی ځائيګی خپل کړی دی.
دغه سیالۍ د مصر، ایران ،انډونیشیا،فیلیپین، ملایشیا، عراق، لیبیا ،پاکستان، افغانستان، مراکش پشمول له ۵۳ هیوادونو څخه کابو درو سوو ټاکل شوو قاریانو په مقدماتي مرحلو کې او دغه راز په نیمه نهائي او نهائي مرحلو کې ګډون وکړ.
محسن قاسمي ددغو سیالیو په نهائي مرحلې کې د رعد مبارکې سورې له ۱۹ تر ۲۸ پورې آیتونه تلاؤت کړي چې بلاخره ئې د قاضیانو په فیصلې سره ددغو سیالیو لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
محسن قاسمي له دې مخکې د ملایشیا د قرآنی سیالیو په پنځه شپیتم پؤاؤ کې چې دتیر کال مرداد یا زمری یا اسد میاشتې کې ترسره شوي ، څلورم ځایګی خپل کړی ؤ.
https://iqna.ir/fa/news/4345977