
ایکنانیوز راپور راکړ، د خاتم الانبیاء مرکزي غونډ قوماندان جنرال علي عبداللهي د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د کلیزې یعنې د غوايي د میاشتې د دویمې نیټې په مناسبت په یوه پيغام کښې ولیکل: د ایران میړني او شجاع او له حکومت او ولس سره مل وسله وال ځواکونه، د ټولو قواو د معظم قومندان له تدبیرونو او احکامو په بشپړې پيروۍ کښې له مخکښې په لازیات اتحاد او یووالي سره، د دښمن ګواښونو او اقداماتو ته د پریکنده او سمدستي ټاکونکو ځوابونو ورکولو ته چمتو دي او په برلاسي سره به د پوځي جګړې د قرارۍ په حالاتو کښې به په تیره بیا د هرمز تنګلي د مدیریت او کنټرول په لړ کښې د امریکې دروغجن او وهمي ولسمشر ته د میدان له وضعیته د غلطو او دروغو روایتونو او ناوړه استفادې اجازه ورنه کړي.د ایران د اسلامی جمهوریت وسلوال ځواکونو انګیزه په دې لازیاته او څو برابره شوې ده چې د ایران شجاع او موقعه پیژاندي ولس په چوکونو او سړکونو کې په ولولوناک او پراخ شتون سره د وسلوالو ځواکونو پشتیباني کړې او هیڅکله ئې هم خپل بچیان د جنګ په ډګر کې یوازې نه دي پریښودلي.
https://iqna.ir/fa/news/4347762