
ایکنانیوز د ولسمشرۍ د ماڼئ له قوله راپور راکړی، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان پرون ناوخته د فرانسې له ولسمشر آمانوئل ماکرون سره په ټيلیفوني تماس کې د وروستیو سیمه ایزو بدلونونو او نړیوالو حالاتو په باب خبرې اترې وکړې.
په راپور کې وئيل شوي دي، په دغو ټيلیفوني خبرو کې دواړو لورو د سیمې د سټراټژيک وضعیّت په تیره بیا د هرمز تنګي د وروستي وضعیّت او د ایران د اسلامی جمهوریت او امریکا ترمینځ د خبرواترو او اور بند د لومړنئ موافقې دبهیر په ارزونې سره ، خپلې لیدتوګې او ارزونې مطرح کړې.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دغه ټیلیفوني تماس کې پر امریکا د ایران د اسلامی جمهوریت بې اعتمادئ ته په اشارې سره روښانه کړه، چې دغه بې اعتمادي د امریکائي لوري د غلیمانه اقداماتو له امله ده چې په ترټولو وروستيو دوو موردونو کې ئې د خبرو اترو په په عین وخت کې د مونږ پر هیواد حملې وکړې چې عملا له شا د خنجز د ګوزار کولو په معنا ګڼل کیږي.
ډاکټر پزشکیان همداراز ټينګار وکړ، چې د ایران اسلامی جمهوریت د نړیوالو قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې دجنګ دختمولو لپاره تیار دی، البته د ایران دملت د حقوقو پر احقاق ټينګار کوي او ډيپلوماټيکې لارې په جدیّت سره تعقیبوي.
https://iqna.ir/fa/news/4350879