IQNA

سعودي عربستان له ۱۵ کلونو د کم عمره  کسانو پر واریدیدا بندیز  لګلوی

14:49 - May 09, 2026
د خبر لمبر: 3492745
ایکنا- سره له دې چې د حج  د زیارتوالو  لېږد درې اوونۍ مخکې پیل شوی ، سعودي عربستان ناڅاپه د عمر محدودیت په وضع کولو سره له  ۱۵ کلونو څخه  کم عمره زیارتوالو پر داخلېدو بندیز ولګاوه.

  ایکنانیوز د «واس» خبري اژانس له قوله  راپور راکړی، د سعودي عربستان د حج وزارت اعلان وکړ؛ له  دې  وروسته به “هېڅ هغه زایر  یا حج کونکی  ونه مني چې عمر ئې له ۱۵ کلونو کم وي.” دا په داسې حال کې ده چې له درې اوونیو راهیسې د بېلابېلو هېوادونو حاجیان او زیارتوال  د حج تمتع د ادا کولو لپاره مقدس ټاټوبی ته  وارد شوي دي.

په تېرو کلونو کې، سعودي چارواکو له  ۱۲ کلونو څخه د کم عمره زیارتوالو  واریدیدا منع اعلان کړې وه، خو د ویزې د صادرولو پر مهال ئې د  عمر دغه محدودیت نه عملي کاوه او ماشومانو ته به ئې هم ویزې ورکولې. همدا مسئله د مړو د  شمېر د زیاتېدو لامل شوې وه، په ځانګړې توګه د حج د سختې ګرمۍ په شپو ورځو کې.

له همدې امله، سعودي عربستان په یوې ناڅاپي پرېکړه کې د ممنوعیت عمر درې کاله لوړ کړ او اوس د ۱۵ کلونو څخه د کم عمره زیارتوالو  د داخلېدو مخه نیسي.

سعودي چارواکو ټینګار کړی چې د دغو کسانو لپاره صادرې شوې ویزې  د مئ له ۵  نېټې (د  غوائ د میاشتې له پنځلسمې نیټې ) څخه نور اعتبار نه لري، او که څوک سعودي عربستان ته داخل شي، په هوائي ډګر کې به د هغوی د واریدیدا مخه ونیول شي.

سعودي عربستان دعمر دغه  ناڅاپي محدودیت یوازې د بهرنیو زیارتوالو  لپاره عملي کړی، او د دې هېواد وګړي ترې مستثنا دي.

د سعودي  عربستان یوه کلتوري  فعال سلمان بن صالح وایي: سعودي وګړي د عربستان د آب و هوا له شرایطو سره عادت دي، او د لنډو سفرونو  له امله د حج پر مهال ماشومانو ته ستونزه نه پېښېږي.

خو د پاکستان د حج د اجرائیوي چارو مدیر قادر طه وائي: باید د ټولو لپاره یو شان قانون وټاکل شي.

کارپوهان وایي چې سعودي عربستان باید دا محدودیت د  زیارتوالو   له سفره مخکې اعلان کړی وای، نه د سفر په مینځ کې، او قانون باید د ټولو زائرانو لپاره یو ډول وي. که داسې ونه شي، نو د اسلاميملګرتیا موسیسه باید مداخلت وکړي او دا ښکاره توپير لغوه کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4350532

captcha